ایبک (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۴): د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې د حکومت د جدي اقدام غوښتنه کوي خو مسوولین وايي چې دې ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
سمنګان یو کرنیز ولایت دی او ډېری اوسېدونکي یې د کرنې له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، د دې لپاره چې د کرنې برخه کې د اوبو له کمښت سره مخ نه شي، په وروستیو کلونو کې یې پر خپل سر د ژورو سولري څاګانو کیندلو ته مخه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت تېر کال ویلي وو چې څوک له قانوني جواز پرته د ژورو څاګانو کیندلو حق نه لري.
د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، سره له دې چې باید زیانمنو سیمو کې د څښاک اوبو لاسرسي ته د ستونزو برخه کې رسېدنه وشي، باید په خپلسرې توګه د څاګانو کیندلو مخه هم ونیول شي څو دغه ولایت په راتلونکي کې لا دېر د اوبو له ناورین سره مخ نه شي.
د سمنګان یوه مخور قاري عبدالبصیر حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې د دغه ولایت اوسېدونکي د اوبو له کمښته ځورېږي.
هغه زیاته کړه: «د ایبک یو شمېر سیمې لکه شهرک جدید، مرکلال، دلخکي، ملا قربان تپه او نورې سیمې چې لسګونه زره کسان په کې اوسېږي، خو لا تر اوسه د څښاک اوبه په لومړنۍ بڼه په مرکبو او یا په ټانکرونو کې راوړي، په یو شمېر سیمو کې شرکتي اوبه په ډېره لوړه بیه پلور کېږي چې خلک یې د پېرلو توان نه لري.»
نوموړي زیاته کړه، د یاد ولایت ځايي ادارې ته یې څو ځلې وړاندیز کړی او یو ځل بیا غوښتنه کېږي چې په شهرک جدید کې د خرم سارباغ ولسوالۍ اوبو ته یوه لویه ذخیره جوړه کړي؛ ځکه چې له دغه ځایه د ایبک د مرکز څو کلیدي ځایونو ته اوبه رسېدلی شي.
د حضرتسلطان ولسوالۍ یو بزګر تاشمراد وايي، د هغې شخصي څاه اوبه چې د څښاک او کرنې لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده، وچې شوې، اوس کښت نه شي کولای او د څښاک اوبه هم له لرې واټن څخه په مرکبو راوړي.
نوموړي وویل: «زما او زما د کورنۍ یوازېنۍ هیله همدې ځمکو ته وه، سیند هم وچ دی، لښتي هم وچ شوي او په ولسوالي کې زموږ د کرنې د تامین لپاره هیڅ اوبه نشته، که کرنیزو اوبو ته د لاسرسي برخه کې زموږ ستونزې حل نه شي، اړ کېږو چې خپلې ځمکې لیلام کړو او له دغه ځایه کډې وکړو.»
دغهراز، د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی محمدموسی حیدري وايي، د اسیاباد او سرقه افغانیه په ګډون د دغه ولایت لسګونه کلي د کرنیزو او څښاک اوبو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي یوازې په ژمي کې د سیند له اوبو چې صحي نه دي، ګټه اخلي او په اوړي کې د اوبو د کمښت له ناورین سره مخ دي.
هغه یادونه وکړه چې د یادې ولسوالۍ په ځینو برخو کې ژورې څاګانې نتیجه نه ورکوي او که پایله ور هم کړي، باید سلګونه متره ژوره وکیندل شي څو اوبه پهکې راپیدا شي.
دغه راز، د چارو پوهان پر دې باور دي چې که په یاد ولایت کې د اوبو د کمښت ناورین مدیریت نه شي، په راتلونکو کلونو کې به سره له دې چې خلک د ابو له قطحۍ سره مخ شي، یو شمېر کورنۍ به د سیمو پرېښودو ته هم اړ شي.
سمنګان کې د چاپېریالساتنې چارو کارپوه محرابالدین وویل، د اوبو رسولو د یوه منظم سیسټم او کافي چکډیمونو نشتوالی، اقلیمي بدلونونه او پرلهپسې وچکالۍ، د وګړو ډېرېدل او پر خپلسرې توګه د ژورو څاګانو کیندل هغه لاملونه دي چې د څښاک او کرنیزو اوبو ته د لاسرسي برخه کې یې د دغه ولایت اوسېدونکي له ستونزې سره مخ کړي دي.
د منیب په وینا، که د اوبو برخه کې شته ستونزې هوارې نهشي، په راتلونکي کې به له سختو ناورینونو لکه د ځمکې لاندې د اوبو کچې له ټیټېدو، د کرنې لپاره د کافي اوبو له نشتوالي، د ځمکې کیناستو، په ځانګړې توګه د چاپېریال له زیانمنېدو، د اوسنيو او راتلونکو نسلونو لپاره د اوبو د کمښت خطر او کافي اوبو له نشتوالي او د کډوالیو له ډېرېدو سره مخ شو.
هغه زیاته کړه: «د دغو ستونزو حل لپاره په پیل کې ځايي اداره د اوبو له شته زېرمو د اوبو رسولو شبکو جوړېدل ډېر کړي هم د ښار په کچه هم د ولسوالیو په کچه ژورې څاګانې باید د یوه تخنیکي ټیم تر نظر لاندې وکیندل شي، نه په خپلسري توګه.»
یاد کارپوه دغهراز وویل چې د کوچنیو او لویو چکډیمونو په جوړېدو، د جاري اوبو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه چې په بېلابېلو موسمونو کې د باران او واورې ورېدو له امله رامنځته کېږي، د اوبو سرجینو ارزښت په برخه کې ښاریانو ته د پوهاوي پروګرامونو ډېرېدل، د ځمکې لاندې اوبو له حد ډېرې ګټې اخیستلو څخه د ښاریانو مخنیوی او دغهراز په خپلسري توګه د ژورو څاګانو کېندلو مخنیوی کولای شي هغه لاملونه و اوسي چې په راتلونکي کې د اوبو کمښت ناورین مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې سمنګان کې ځايي مسوولین وايي، څلور ژورې سولري څاګانې به د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کروندګرو ځمکو د اوبو کولو او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزو هوارولو په موخه وکېندل شي.
د سمنګان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست استازي نجیبالله خرم د یادو څاګانو له ډلې د یوې څاه د کیندلو کار د پیل په مراسمو کې وویل چې د یادو څلور څاګانو لګښت ۲۷ زره ډالره امریکايي دی چې ګټې اخیستنې ته په سپارل کېدو سره به یې ۲۰۰ هکټار ځمکه اوبه او د اوبو رسولو په برخه کې د دې ولسوالۍ د سلګونه اوسېدونکو ستونزې حل شي.
د هغه په وینا، د یادو څلور سولري ژورو څاګانو کار د افغان اید موسسې په مالي ملاتړ پیل شوی دی.
بلخوا، د سمنګان د ولایت مقام ویاند مفتي فضلالرحمن عثماني سمنګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت ځايي اداره اوبو ته د خلکو لاسرسي برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او د اوبو پروژو په پلې کولو کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.
هغه زیاته کړه چې تېرکال په یاد ولایت کې د ۲۷ میلیون افغانیو په شخصي پانګونې یو چکډیم جوړ شو.
د هغه په وینا، د یاد بند په جوړېدو د موسمي سېلابونو خطر چې څو کلي یې ګواښل له منځه لاړ او دغهراز سلګونه جریب کرنیزه ځمکه هم اوبه کېږي.
هغه دغهراز زیاته کړه، د چکډیم پنځه نورې پروژې هم د څه باندې پنځه میلیون افغانیو په ارزښت په یاد ولایت کې پلې شوې او دغهراز د ۲۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو د ۱۵ نورو پروژو سروې هم ترسره شوې او د کار د پیل لپاره یې هڅې روانې دي.
دغهراز د سمنګان یو شمېر اوسېدونکو تېر کال د هېواد د انرژۍ او اوبو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي وو چې په دغه ولایت کې باید د «اب کلي» بند جوړ شي څو د څښاک او کرنې اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د زرګونو کسانو ستونزې حل شي.
د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور هغه مهال خرم سارباغ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې له «اب کلي» بند څخه د لیدنې پر مهال ویلي و چې د دغه بند د کار پیل لپاره هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP