Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د داخلي تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

ایبک (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د کورنیو محصولاتو د استفادې فرهنګ دودولو په موخه د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د تشبثاتو او له مستهلکینو د ملاتړ چارو عمومي مدیر عنایت‌الله یاسیني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد نندارتون د یوه خصوصي شرکت په مرسته د قومانداني پارک کې د دغه ریاست او د یاد ولایت د صنایعو او کانونو خونې په همکارۍ پرانیستل شو او تر درېیو ورځو به دوام ومومي.

هغه زیاته کړه چې په یاد نندارتون کې د کرنې، لاسي صنایعو، تکنالوژۍ او نورو برخو کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

یاسیني د یاد نندارتون جوړولو موخه له کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنایي او د بهرنیو توکو پر ځای د کورنیو تولیداتو د استفادې فرهنګ دودول یاد کړل.

ورته مهال، په دغه نندارتون کې یو شمېر صنعت‌کارانو او غرفه‌لرونګو وویل چې کورني تولیدات د وارداتي توکو په پرتله لوړ کیفیت لري او له حکومت او خلکو یې وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو د ترویج او بازارموندنې په برخه کې له دوی ملاتړ وکړي.

یوه غرفه‌لرونکي احمدالله مومند پژواک ته وویل، خوښ دی چې له کلونو وروسته سمنګان کې داسې نندارتون پرانیستل شوی او فرصت یې ترلاسه کړی چې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او پېرېدونکي جذب کړي.

هغه ټینګار وکړ چې کورني تولیدات د ښه کیفیت سربېره د وارداتي توکو په پرتله ښه بیه هم لري.

نوموړي له حکومت او خلکو وغوښتل څو د کورنیو تولیداتو بازارموندنې برخه کې له هغوی ملاتړ وکړي.

د یادونې ده چې یاد درې ورځني نندارتون کې د سمنګان او ګاونډیو ولایتونو د اوسېدونکو کرنیزو او صنعتي تولیدات په شاوخوا سل غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.