Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي

ایبک ‌(پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرت‌سلطان ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک ک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان تېره شپه د دغه ولایت د حضرت‌سلطان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې له یادو کسانو درې میله د ښکار وسلې او ځینې د ښکار مهمات او یو شمېر مرغان نیول شوي دي.

د هغه په خبره چې نیول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره تر څارنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په ځلونو په هېواد کې د وحشي ژوو پر ښکار بندیز لګولی، ویلي یې دي چې هېڅوک حق نه‌لري هغه ښکار کړي او له خلکو یې غوښتي څو د وحشي ژوو او مرغانو د نسل د له منځه تلو د مخنیوي برخه کې هڅې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.