ژبه

سمنګان کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې اووه کسان وژلي

<p style="text-align: justify;">ایبک (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): سمنګان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دره‌صوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکر یوه کان کې د چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د سمنګان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه ناوخته (د غويي ۳۰مه) د دغه ولایت د دره‌صوف پایین ولسوالۍ د ګوله کلي اړوند د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې اووه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې لیکلي چې ټپیان د امنیتي کسانو له لوري د درملنې په موخه د دره صوف پایین ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه کې راغلي چې د قربانیانو جسدونه له کان څخه را ایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.</p>