Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې ترافیکي پېښې نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

ایبک (پژواک، ۵ ثور ۱۴۰۴): د سمنګان ولایت په حضرت‌سلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار (جمعه) د یاد ولایت د حضرت‌سلطان ولسوالۍ په «غزني‌ګګ» کلي کې رامنځته شوې ده.

رحماني زیاته کړه چې یاده پېښه د یوه سراچه او کرولا موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي دي.

هغه د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.