Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوی اختر په رارسېدو سره سمنګان کې د څارویو بیې لوړې شوې دي

ایبک (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د څارویو بیې لوړې شوې، خو مالداران بیا د څارویو د بیو لوړېدل لامل پرله‌پسې وچکالي او د حیواني خوراکي توکو د بیو لوړوالی بولي.

سږ کال د لوی اختر په رارسېدو سره په سمنګان کې د څارویو د پلور بازارونه غوړېدلي، خو خلک یې د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

د سمنګان مرکز ایبک ښار د دلخکي کلي اوسېدونکی عبدالکریم چې د څاروي پېرلو لپاره بازار ته راغلی پژواک خبري اژانس ته یې وویل چې د څارویو بیه د تېر کال په پرتله ډېره لوړه شوې او د قربانۍ لپاره د یوه مناسب څاروي پیدا کول ډېره سخته شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «تېر کال مې یو پسه په ۹۵۰۰ افغانۍ واخیست، خو سږ کال هماغه ډول یو پسه ۱۲۰۰۰ افغانۍ بیه لري.»

د ایبک ښار بل اوسېدونکي عبدالعزیز وویل چې هر کال د لوی اختر لپاره پسه پېري، خو سږ کال د اقتصادي ستونزو او د څارویو لوړې بیې له امله یې پرېکړه کړې څو له خپلو خپلوانو سره یوه غویی وپېري څو هم یې مصرف کم شي او هم د قربانۍ په ثواب کې شریک شي.

هغه زیاته کړه: «بیې ډېرې لوړې دي، سږ کال واقعاً د ډېرو لپاره د قربانۍ څارویو پېرل ناممکنه ده.»

ورته مهال، یو شمېر مالداران وايي چې د وروستیو کلونو وچکالۍ او د څارویو خوراکي توکو بیو لوړېدل د دې لامل شوي څو هغوی هم څاروي په لوړو بیو وپلوري.

د څاوریو پلورونکی عبدالرووف چې له ۱۸ کاله راهیسې د سمنګان په بازار کې فعالت کوي وايي: «ښايي دا لومړی کال وي چې بیې دومره لوړې شوې دي. تېر کلونه هم بیې لوړېدې خو دومره نه، تېر کلونه د یوه پسه بیه له ۹ تر ۱۰ زره افغانۍ وه خو سږ کال بیا هماغه ډول پسونه له ۱۲ تر ۱۳ زرو افغانیو پلورل کېږي.»

دغه‌راز، د سمنګان د حضرت‌سلطان ولسوالۍ د کوک‌جر کلي اوسېدونکي ذبیح‌الله وویل، د وچکالۍ له امله څرځایونو وده نه ده کړې او اړ شوي چې څاروي په خپلو کورونو کې وساتي چې دغه کار ډېر لګښت لري.

هغه زیاته کړه: «که وچکالي نه وای، د څارویو بیې به دومره نه لوړېدې، هم به پلورونکي او هم پېرېدونکي هوسا وای.»

د مالدارانو په وینا، سږ کال د هر پسه بیه ۱۱ تر ۲۶ زره افغانۍ او د هرې غوا یا خوسي بیه له ۲۵ تر ۱۱۰ زره افغانۍ ده چې د تېر کال په پرتله د پام وړ لوړوالی ښیي.

ورته مهال، د سمنګان ځایي مسوولین هم ټینګار کوي چې د لوی اختر په رانږدې کېدو سره په دغه ولایت کې د څارويو بیې هم لوړې شوې او ډاډ ورکوي چې د څارویو د بازار د کنټرول هڅې روانې دي.

د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي احمدخان خادم پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده ‌مرغه هر کال د لوی اختر په درشل کې د څارویو بیې لوړېږي خو تل یې د کنټرولولو هڅې کوو.»

هغه زیاته کړه چې د وروستیو کلونو وچکالۍ او د وښو کمښت په سمنګان کې د څارویو د بیو لوړېدو یو مهم لامل ګڼل کېږي.

هغه څرګنده کړه چې د یادې ادارې کارکوونکي هره ورځ د دغه ولایت د څارویو له بازاره لیدنه کوي او د بیو لوړېدو مخنیوي لپاره به اړین ګامونه پورته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.