Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې د حکومت د جدي اقدام غوښتنه کوي خو مسوولین وايي چې دې ستونزو ته به رسېدنه وکړي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې څه باندې اته زره هکټاره کرنیزه ځمکه او څرځایونه له دغه طبیعي افته پاک شي.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه وکړی دی.
د سمنګان د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي او په دغه ولایت کې موټرچلوونکي وايي چې د ایبک – دره صوف سړک خرابوالي له امله اړ دي چې اوږده لار ووهي او بیا د مزارشریف له لارې د دغه ولایت مرکز ته ورسېږي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وروسته له هغه چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د چرګ غوښې پلورنځي وتړل شول، د دې غوښې بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله یوه کان کېندونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ایبک – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سمنگان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې چې د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې وې، نن بېرته پرانیستل شوې.
سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز ایبک سره تړل شوې دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ کان کیندونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP