Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د راپورونو پر بنسټ، ترکمنستان به سږ کال د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې کوربه وي.
د بشري مرستو لپاره د اروپایي کمیسیون سېمهییز مدیر وایي، په بروکسل کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې له بیړني بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره د نږدې ۸۴۲ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک ورځ ونمانځل شوه.
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر ویلي چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیرې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره د افغانستان لپاره دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.
د يوناما سياسي څانګې مشر وايي، د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي د ۲۰۲۳ کال له پای ته رسېدو مخکې د دوحې ناستې ته ورته غونډه جوړه او د ا.ا مشرانو ته به په کې د ګډون بلنه ورکړي.
د نړۍوال بانک او یوناما استازو له افغان چارواکو سره په لیدنه کې له افغانانو سره د خپلو مرستو پر دوام د ټینګار ترڅنګ، په نیویارک او بروکسل کې د افغانستان په اړه د دوو غونډو جوړېدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او مرکزي آسیا هېوادونو ځانګړو استازو یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو ټول لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ویانا غونډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي، د افغانستان دننه یو نظام او ثبات موجود دی او هغه څېرې چې له هېواد بهر دي، نه افغانستان ته سرخوږی جوړولای شي او نه هم څوک فرصت ورکوي.
یوناما د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې خبر ورکړی او ویلي دي، ټاکل شوې چې په دې ناسته کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خبرې وکړي.
بدخشان کې د یوې غونډې ګډونوالو د هېوادوالو د یو بل پر منلو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې تعصب ناوړې پایلې لري او په هېواد کې د وروستیو څو لسیزو ستونزو یو له لاملونو و.
په اروزګان کې د علماوو په یوه غونډه کې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وشو او پر خلکو غږ وشو چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن