ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د یوې غونډې ګډونوالو د یو بل پر منلو او تعصبونو پر پرېښودو ټینګار کړی

بدخشان کې د یوې غونډې ګډونوالو د یو بل پر منلو او تعصبونو پر پرېښودو ټینګار کړی

author avatar
29 Dec 2022 - 19:17
بدخشان کې د یوې غونډې ګډونوالو د یو بل پر منلو او تعصبونو پر پرېښودو ټینګار کړی
author avatar
29 Dec 2022 - 19:17

فیض‌اباد (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): بدخشان کې د یوې غونډې ګډونوالو د هېوادوالو د یو بل پر منلو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې تعصب ناوړې پایلې لري او په هېواد کې د وروستیو څو لسیزو ستونزو یو له لاملونو و.

نن د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د لسګونو عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او سیمه‌ییزو مسوولینو په ګډون غونډه وشوه.

د یادې غونډې ویناوالو د تعصب ناوړه پایلو په اړه خبرې وکړې او د یو بل پر منلو یې ټينګار وکړ.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي د ځوانانو پر سالمې تربیې ټينګار وکړ ویې ویل، ځوانان باید ملي او اسلامي ارزښتونو ته توجه ولري، له تفرقې او تعصبه دې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه، په تېرو ۲۰ کلونو کې د فکري، سمتي، قومي او ژبني برترۍ‌غوښتنې په موخه د ځوانانو پر اذهانو کار شوی او اړینه ده چې د دې ډول پروګرامونو په جوړولو سره د تعصب او د هغه له ناوړو پایلو مخنیوی وشي.

له بلې خوا د بدخشان د استیناف څارنوالۍ رییس مفتي مجیب‌الرحمن اخندزاده په دې ناسته کې د یاد پروګرام د هرکلي ترڅنګ زیاته کړه، تعصب سرطان ته ورته ناروغي ده چې تر اوسه یې په افغانستان کې د زرګونو ځوانانو ژوند اخیستی دی.

هغه وایي، په ۱۳۷۱ کال کې د مجاهدینو له بریا وروسته مذهبي، قومي، سمتي او ژبني تعصبات د دې لامل شول چې هېواد ناټو او امریکا ته وسپارل شو.

 په یاده غونډه کې د خبریالانو شورا رییس عبدالبصیر حقجو وویل، باید هڅه وشي څو د خلکو په منځ کې د مطالعې او د یو بل منلو پوهاوي کچه لوړه شي او خلک دې له ورځني علم او تکنالوجۍ سره ځان برابر کړي.

هغه وویل، په ۴۳ کلونو کې د سیمې استعمار او استخباراتو هڅه کړې څو د فکري، مذهبي، ژبني او قومي تعصباتو په رامنځته کولو سره افغانان په خپلو کې وجنګوي.

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.