Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بامیان کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د تولید یوه فابریکه او د کیمیاوي توکو یوه زېرمه کشف او له منځه یووړل شوي او په تړاو یې ۱۱ کسان نیول شوي دي.
د ختيځ زون امنیتي مسوولین وايي چې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د چرسو او تریاک د قاچاق په تور ۲۸ کسان نيول شوي دي.
افغان او امریکایي چارواکو دوحه کې له نشهيي توکو سره د مبارزې، پر نشو د روږدو کسانو درملنې او افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په اړه خبرې کړې دي.
د غور امنيه قوماندانۍ په دغه ولايت کې د نشهيي توکو د ۲۰ کارخونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.
اروزګان کې مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چارچینو او ګيزاب ولسوالیو کې د نشهیې توکو د تولید درې کارخونې له کشف وروسته له منځه وړې دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې اووه کسان له لسګونه کیلوګرامه بېلابېل ډول نشهيي توکو سره نیولي دي.
اروزګان کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو نن سهار د دغه ولایت په چارچینو او خاص اروزګان ولسوالیو کې د نشهيي توکو د تولید ۱۳ کارخونې او ۳۱ زره ۵۰۰ کیلوګرامه ومان له منځه وړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف کړې ده او ځینو ولایتونو کې د یادو توکو د پېر او پلور په تور ۱۴ کسان نیول شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چارچینو کې د نشهيي توکو یوه کارخونه او ۳۳۵ کیلوګرامه ومان او په چورې ولسوالۍ کې ۶۶۵ کیلوګرام ومان کشف او له منځه وړل شوي دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند او خاکرېز ولسوالیو کې پرون د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د توليد يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن