Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ۵۹ کيلوګرامه نشه‌يي توکو قاچاق په تور ۱۱ کسان نيول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): په ننګرهار ولایت کې د سرحدي ځواکونو له لوري د ۵۹ کيلوګرامه نشه‌يي‌ توکو قاچاق په تور ۱۱ کسان نيول شوي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيد‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې قول اردو اړوند د لومړۍ سرحدي لوا منسوبينو د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نيولې ده.

هغه زياته کړه، ۱۱ قاچاق کوونکو چې غوښتل یې ۵۹ کيلوګرامه خام چرس پاکستان ته قاچاق کړي نيول شوي دي.

هغه وايي، نيول شوي کسان اوسمهال په ياده لوا کې تر پوښتنو ګروېګنو لاندې دي.

د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي قمرخان پژواک ته وویل، دغه ولسوالۍ له پاکستان سره په ډیورنډ فرضي کرښه پرته ده او ډېرې سيمې يې غرنۍ دي چې قاچاق کوونکي له همدغو سيمو په ګټې اخیستو قاچاق کوي.

څه موده وړاندې هم په ياد ولسوالۍ کې ګڼ کسان چې نشه‌يي توکي یې قاچاق کول د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.