د هلمند ولایت دعامې روغتیا ریاست ګډ کمېسیون په دغه ولایت کې ۴ درملتونونه د تاریخ تېره درملو لرلو په تور او ۱۲ د غاښو کتنځایونه وتړل.
هلمند کې یو شمېر خلک وايي، په دغه ولایت کې د کابل بانک یوازې یوه څانګه ده چې خلکو ته پر وخت خدمات نه شي عرضه کولی او د پیسو اخیستو پر مهال له ستونزو سره مخ وي.
. . .
هلمند کې مسوولین وايي، که اصناف او سوداګر له دوو میاشتو وروسته پر بهرنیو پيسو راکړه ورکړه وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.
لښکرګاه ( پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د هلمند عامې روغتیا ریاست له خوا ۲۳ هغه درملتونونه وتړل شول چې تاریخ تېر درمل یې خرڅول .
د هلمند ولایت په سنګين ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هلمند ټولګټو ریاست وايي چې د دغه ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د کندهار- هرات تر لويې لارې پورې د ۲۳ کیلومتره سړک بیارغولو چارې پيل شوې
د هلمند یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د درملو کیفیت خراب دی؛ ځکه ناروغان يې نه ورسره ښه کېږي خو حکومتي مسوولین بیا وايي، د درملو کیفیت څاري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هغو ډاکټرانو ۴۰ کتنځایونه تړلي چې ناروغانو ته يې شفري نسخې ورکولې.