ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د تاریخ تېر درملو پلور له امله ۱۱ نور درملتونونه تړل شوي

هلمند کې د تاریخ تېر درملو پلور له امله ۱۱ نور درملتونونه تړل شوي

author avatar
17 Sep 2023 - 01:13
هلمند کې د تاریخ تېر درملو پلور له امله ۱۱ نور درملتونونه تړل شوي
author avatar
17 Sep 2023 - 01:13

[restrict paid=”true”]

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): هلمند کې د عامې روغتیا ریاست له خوا جوړ شوي ګډ کمېسیون د درملو  او طبي وسایلو یوه نړۍوال مرکز په ګډون ۱۱ درملتونونه د تاریخ تېر درملو  ساتلو او پلور په تور تړل شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د  عامې روغتیا ریاست له خوا جوړ شوي ګډ کمېسیون نن د ورځي په جریان کې له ۶۸ درملتونونو څارنه وکړه.

هغه زیاته کړه، د یادې څارنې په ترڅ کې په لښکرګاه ښار کې د محمدالدین د درملو او طبي سامان‌الاتو نړۍوال مرکز په ګډون ۱۱ درملتونونه د تاریخ تېر درملو درلودو په تور  وتړل شول.

نوموړی زیاتوي، په یاد کمېسیون کې د هلمند د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو بررسۍ ټیم ترڅنګ د ولایت مقام، استخباراتو، قوماندانۍ او ښاروالۍ ریاستونو استازو ګډون کړی و.

د ریاض د معلوماتو له مخې، دغه کمېسیون له درملتونونو په زیاته اندازه تر وخت تېر درمل ونیول.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم دغه کمېسیون ۲۰ درملتونونه تړلي وو.

[/restrict]

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.