ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ۴۰ ډاکټرانو کتنځایونه تړل شوي

هلمند کې د ۴۰ ډاکټرانو کتنځایونه تړل شوي

author avatar
29 Aug 2023 - 15:38
هلمند کې د ۴۰ ډاکټرانو کتنځایونه تړل شوي
author avatar
29 Aug 2023 - 15:38

لښکرګاه (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۲): د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هغو ډاکټرانو ۴۰ کتنځایونه تړلي چې ناروغانو ته يې شفري نسخې ورکولې.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دوی د بررسۍ ټیم له پنځو میاشتو راهیسې په ټول ولایت کې کار پيل کړی دی.

هغه وايي، په تېره یوه میاشت کې يې د شفري نسخو لیکلو په تور د ۴۰ ډاکټرانو کتنځایونه تړلي دي.

هغه زیاته کړه: «دا پروسه مو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پيل کړې، لومړیو کې مو ټولو ډاکټرانو ته مکتوب لېږلی، بیا مو ډاکټران راټول کړي او خبرداری مو ورکړی چې له شفري نسخو لاس واخلي.»

هغه وویل: «هغوی خبره عملي نه کړه او تېره میاشت مو د ۴۰ هغو ډاکټرانو کتنځایونه تړلي چې شفري نسخې يې لیکلې چې دوه لوی روغتونونه هم پکې شامل دي.»

هغه وايي، که څه هم تر اوسه د شفري نسخو لیکلو په جرم کوم ډاکټر زنداني شوی نه دی، خو په وینا يې، که له دې وروسته ډاکټران دا کار تکرار کړي نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

هغه زیاته کړه: «لوموړي قدم کې د شفري نسخو لیکونکو ډاکټرانو کتنځایونه درې ورځو لپاره تړو او که اصلاح نشول بیا یې ۱۵ ورځې ځای تړو او درېیم ځل یې محکمې ته معرفي کوو.»

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت اوسېدونکي د عامي روغتیا ریاست د یادو هڅو ستاینه او هرکلی کوي.

د لښکرګاه ښار د رېیمې حوزې د بولان سیمې یوه اوسېدونکي ذبیح‌الله پژواک ته وویل، د روغتیا ریاست د دې اقدام هرکلی کوي چې د شفري نسخو لیکنو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، یو شمېر ډاکټران خپله درملتونونه هم لري او د دې لپاره ناروغانو ته شفري نسخې لیکلي چې د هغوی له درملتونه درمل وپېري.

د خان په نوم د ګرشک ولسوالۍ بل اوسېدونکی هم وايي: «ډېری ډاکتران داسې دي چې ناروغ ته نسخه ورکړي، بله دواخانه درمل نشي ور کولای ځکه نسخه شفري وي.»

د یادونې ده، په یو شمېر ولایتونو کې خلک شکایت کوي، یو شمېر ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې ورکوي چې په بازار کې نور درملتونونه نه ورباندې پوهېږي او ناروغ اړ وي چې د هماغه ډاکټر له درملتونه درمل واخلي.

Views: 211

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.