د کورنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په لینده کې ویلي چې ډېری هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته لېوال دي.