د لوګر په مرکز پل علم کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت یو کیلومتر کلیوالي سړک او زر متره محافظتي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
ملي تدارکاتو کمېسیون د زېربنا په سکټور کې د شاوخوا ۷۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې.
په کابل کې د جاپان سفارت د ناکامورا د درېیم تلین په مناسبت وايي، که څه هم هغه مړ شوی خو پروژې به یې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له لوري دوام ولري.
د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت يو شمير لويې او وړې پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تېمور، جګروم او کلا ښامیر کلیو کې له ۲۲ کلونو وروسته د کرنې په برخه کې ځینې پروژې پلې او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.
په لوګر کې د محمداغې ولسوالۍ د ښکار کلا د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وارداتي برېښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار د کليو بيارغونې او پراختيا رييس وايي، تېر یو کال په دغه ولايت د څښاک پاکو اوبو، استنادي ديوالونو، کانالونو پاکولو، کليوالي سړکونو او د لارو کوڅو جوړولو ۱۸۱ پروژې بشپړې شوې دي.
د خوست ولايتي مسوولين وايي چې له پخواني حکومته پاتې پر لسګونو نيمګړو پروژو به په نږې راتلونکي کې کار پيل شي.
د لغمان چارواکي وایی، د دغه ولایت په الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.
د بامیان ولایت مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۵۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۵ شبکو له جوړېدو خبر ورکوي.
د غزني ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت، ۷ بیارغنیزې پروژې پیل شوې چې چارې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي.
د ننګرهار ولايت په سپينغر ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د نږدې ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړولو او د سېلاب له امله د يوې تخريب شوې سيمې د بيارغولو چارې پيل شوې.