ځایي مسوولین وایي چې د خوست ولايت د صنعتي پارک ځمکه له کلونو وروسته له غصب خلاصه او نن پکې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په لګښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست له جرمونو او نشهیي توکو سره د م.م د مبارزې دفتر له استازې سره په لیدنه کې د کرنې میکانیزه کولو برخه کې له مرستندویو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په کابل کې د جاپان د سفیر مرستیال په افغانستان کې د یاد هېواد له لوري د یو شمېر رغنیزو پروژو د پيل خبر ورکوي او وایي چې په دغه هېواد کې د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري چې دا مهال نیمګړې پاتې دي.
د ننګرهار د کليو پراختيا او بيارغونې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې يې د ۲۲ ميلیونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو رسولو څلور شبکې جوړې کړې دي.
حکومتي چارواکي وایي چې د بلخ د تختهپل اوبو رسولو پروژې ځنډیدلې چارې بېرته پیل شوې او تمه ده چې ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د ۸۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۴ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
مسوولین وايي، هرات ښار کې د کندهاریانو ساحې سړک د شمالي او سوېلي برخو پخولو چارې پیل شوې او د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې څلور ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سرپل ځایي مسوولینو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اووه میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان په ملاتړ د ۱۸ میلیون ۱۵۵ زره افغانيو په لګښت یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه نوې شبکه جوړه شوه او څلور نورې یې ترمیم شوې.
د بغلان ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۳۲۲ میلیون افغانیو په لګښت پلې شوې ۲۴۳ رغنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.