د کډوالو چارو وزارت له خوا، د پکتيکا مرکز او څو ولسواليو پر ۴زره بې وزلو کورنيو د چين له لوري د مرسته شويو خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.
په پکتیکا کې په یوه تازه ګام کې د علماوو ولایتي شورا جوړه شوه چې د چارواکو په وینا، دنده یې په نظام کې د شرعي نیمګړتیاوو له منځه وړل او د ولس او دولت تر منځ اړیکې ټینګول دي.
ښرنه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د پکتیکا اوسېدونکي وايي، حکومت دې د دغه ولایت د مرکز ښرنې او ولسوالیو ترمنځ د غځېدلو لارو هغه برخې
د پکتیکا په یوسف خېل ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.
په پکتیکا کې پر ۷۰۰ اړو کورنیو د چین مرسته شوي اوړه د دغه ولایت د سرې میاشتنې ټولنې له خوا ووېشل شول.
په کندهار کې ۲ تنه او په پکتیکا کې ۳ تنه پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور ونیول شول.
د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ خیریه بنسټ په دې ولسوالۍ کې د ناروغانو د وړیا درملنې کمپاین پیل کړی چې په لړ کې به یې د سلګونو بېوزلو ناروغانو درملنه وشي.
د پکتیکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالي کې د روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، اړ دي خپل سخت ناروغان ۱۰۰ کیلومتره لرې د ولایت تر مرکزه ورسوي چې ډېری یې پر لارو ساه ورکوي.
ښرنه (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو (مور او لور) د کورنۍ غړي وايي، حکومت دې د دې پېښې
د سویډن کمېټې مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې یې د زده کړو ۳۵۰ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي چې ۸زره هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي.
د پکتیکا د وازیخوا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې روغتیايي اسانتیاوې په نشت حساب دي ځکه په کار پوه ډاکټران او ډاکټرانې نه لري او په دولتي روغتیايي مرکز کې بیا شته روغتیايي کارکوونکي د کار وړتیا نه لري.
د پکتيکا د مرکز ښرنې په ملکي روغتون کې په يوه اوونۍ کې دوو مېرمنو اته ماشومان زېږولي چې مسوولين يې د ماشومانو روغتیا د اندېښنې وړ بولي.