Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بامیان ځایي مسوولین وایي، د کلیوالي پراختیايي پروژو له لارې د دغه ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د دوی په ادارو کې پر ښځینه کارکوونکو له بندیز سره که څه هم د مرستو کچه ټیټه شوې، خو دوی د ننګونو په شتون کې بیا هم نه شي کولی چې له تعامله لاس واخلي.
Visits: 106
. . .
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت ۴۰ زره اوسېدونکو ته د «معیشتي او ټولنیز ملاټر» پروژې له لارې د کار زمینه برابره شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد غزني ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له ځوانانو سره ولیدل او په یوه غونډه کې یې د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په یوه پروژه کې ۲۰۰ کسان پر کار ګومارل شوي چې په بدل کې یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري خوراکي توکي ورکول کېږي.
د لوګر مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو لوستي ځوانان له وزګارتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
د کندهار په ارغنداب کې سلګونه کسان په یو شمېر کرنیزو پروژو کې پر کار بوخت دي چې د چارواکو په وینا، له دغه ګام سره په دې ولسوالۍ کې غلاوې کمې شوې او پر نشو د روږدي کېدو کچه ټیټه شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن