ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ پر سلګونو کروندګرو تخمونه ووېشل شول او دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

د کونړ پر سلګونو کروندګرو تخمونه ووېشل شول او دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

author avatar
1 Nov 2023 - 21:13
د کونړ پر سلګونو کروندګرو تخمونه ووېشل شول او دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
author avatar
1 Nov 2023 - 21:13

اسعداباد (پژواک،۱۰ لړم ۱۴۰۲): د کونړ ولایت په اسمار او نورګل ولسوالیو کې د کرنې ریاست تر چتر لاندې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او «د افغانستان د راتلونکو نسلونو موسسې» په تخنیکي همکارۍ دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه .

د ځایي مسوولینو په وینا، د غذایي مصونیت په نوم دغه پروژه چې د نهو میاشتو په موده کې په دغو دوه ولسوالیو کې پلې کېږي، ورسره ۱۵۰۰ کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو او کمیاوي سرې د ورکړې ترڅنګ، دوه زره ځایي اوسېدونکو ته د شلو ورځو لپاره د پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره شوه.

د کونړ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس پیر حبیب‌الرحمن د لړم په لسمه د یادې پروژې د پرانیستې پرمهال وویل، د نږدې درې سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت به د یاد پروګرام له لارې د ډېرو بیوزلو خلکو غذایي مصونیت تر یوې مودې تامین شي.

هغه زیاته کړه: «په نورګل او اسمار ولسوالیو کې ۲۰۰۰ کسانو ته د شلو وروځو لپاره د کار زمینه برابره شوه چې په بدل کې به یې هر کس ته ۱۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي، د دې ترڅنګ ۱۵۰۰ کروند ګرو سره په دغه دوو ولسوالیو کې د کیمیاوي سرې او اصلاح شوو تخمونو مرسته هم وشوه څو لوړ محصول لاسته راوړي.»

د نوموړي په وینا، د شلو ورځو په موده کې به په دغو ولسوالیو کې ټولې لوی لارې، زاعتي کانالانونه او ویالي هم پاکې او ترمیم شي.

په ورته مهال د کونړ نورګل او اسمار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي خوښ دي چې په سیمه کې یې ګنو بې روزګاره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي.

د اسمار ولسوالۍ د ووغوز باغ یوه اوسېدونکي محمد ابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د زراعت د پیاوړتیا او خلکو ته د کاري موکو د برابرونې لپاره دغه ډول پروګرامونه ګټور دي، باید چې لا ډېر شي.»

د یادې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي قومي مشر ملک محمد افضل وایي، ۵۰ کیلو د لوبیا اصلاح شوی تخم،۵۰ کیلو سپینه سره او پنځوس کیلو توره سره ورکړل شوه چې له دې سره به یې حاصلات هم لوړ شي.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.