یو شمېر شنونکو د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون ستایلی، خو ځینو بیا لیکلي چې باید ګډون یې په کې کړی وای؛ ځکه دا ښه موقع وه چې خپل دریځ او وړاندیزونه یې نړۍوالو ته مخامخ وړاندې کړي وای.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګې پر شمال او جنوب د اسرائیلو بریدونه د غندلو ترڅنګ د دغو بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندلي دي.
اسلامي امارت وايي، په افغانستان کې د القاعدې اړوند څوک نه شته او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ښار کې د تېرې ورځې دوې چاودنې چې د هغه هېواد یو شمېر وګړو ته په کې مرګژوبله واوښته، غندلې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د قزاقستان سترې محکمې اسلامي امارت د هغه تحریم شوو ګروپونو له لېست څخه وویست چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی دی.
د افغانستان د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وايي، د اسلامي حکمونو پلي کول د الله (ج) حکم دی، نه د اسلامي امارت او هر ډول بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین وایي چې د اسلامي امارت اصالت کار، پرمختګ او خلکو ته په ریښتني ډول خدمت کول دي، د هغه په وینا، تېرو شلو کلونو کې د ا.ا د دوو کلونو په اندازه کار او خدمت نه دی شوی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، ا.ا ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړۍواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او نړۍوال اړخونه باید د «وسلهوالو جنایتکارانو» د کنټرول په موخه د ا.ا له هڅو ملاتړ وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، نړۍواله ټولنه دې له سیاسي ملحظاتو پرته په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت په غزه کې د موقت اوربند د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې دا اوربند دې دایمي شي.
ا.ا د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د وړاندې شوي راپور ځینې برخې ستایي، خو وایي، افغانستان د افغانانو د ځانګړي متنوع جوړښت استازولي کوي، بايد په شخړو کې د ښکېل او داسې هېواد په سترګه ورته ونه کتل شي چې سياسي جوړجاړي ته اړتيا ولري.