د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار د مومندو له یو شمېر قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا هېڅکله د حق په مقابل کې د قوم، ژبې او سمت طرفداري نه کوي او ټولو افغانانو ته د خپلو حقوقو د تامین طرفدار دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، اسلامي امارت د نړۍوال بانک د راپور هغه برخې چې مثبتې او پر واقعیتونو ولاړې دي، ستایي او هغه برخې چې له عیني واقعیتونو لرې دي ردوي.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، په ایران کې د اسلامي امارت مخالفین د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.
اسلامي امارت په کندهار او نیمروز کې د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل تایید کړي، وايي امریکا د نږدې هېوادونو له فضا په استفادې د هېواد هوايي حریم نقضوي.
په کابل کې د ناروې سفیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د ا.ا د مخالفینو ملاتړ نه کوي او له اروپايي ټولنې او م.م سره په ګډه کار کوي چې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی او یلي یې دي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره نېکې او ښې اړیکې غواړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، احمد زمرک په مسکو کې د اسلامي امارت د پوځي اتشې په توګه معرفي شوی دی.
د نوي تعلیمي کال په درشل کې یو شمېر نجونې له اسلامي امارته غواړي څو د اسلامي حجاب په رعایتولو سره نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه تصمیم و.
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د دغه هېواد لپاره د ځینو نورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې، له اسلامي امارت سره پر رغنده خبرو اترو ټینګار کړی دی.
په کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې ولري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وايي، دغه سازمان چمتو دی چې د چاپېریالساتنې، بشري چارو، کارموندنې، زېربنایي چارو او د بېوزلۍ کمولو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.