امریکا د اسلامي امارت پر ځینو چارواکو ویزې بندې کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسلامي امارت پر ځینو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو یې د ویزو بندیز ولګاوه چې پر ښځو او نجونو د لګول شوو محدودیتونو مسوول دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسلامي امارت پر ځینو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو یې د ویزو بندیز ولګاوه چې پر ښځو او نجونو د لګول شوو محدودیتونو مسوول دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک په پلازمېنه کې د قرانکریم د نسخې سوځول او بېحرمتي غندلې او له اروپایي حکومتونو یې غوښتي چې د کرکې خپرولو مخه ونیسي.
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د راپور د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې دغه بانک دې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت د اسراییلي پوځیانو له لوري په فلسطین کې د نهو عامو وګړو وژل کېدل غندي او له نړۍوالو غواړي چې د فلسطینیانو د حقونو ساتنې لپاره غږ پورته کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده او اوس د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وایي، ځيني لوی هېوادونه د خپلو ناسمو پاليسيو له امله پخپله هم له دوی سره تعامل ته نه دي چمتوی شوي او نور هېوادونه هم له دې چارې منع کوي.
د ریاستالوزراء د دفتر رییس، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او وړاندیزونه به یې له مشرتابه سره شریک کړي.
د مسلمانو علماوو نړۍوالې ټولنې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د دغې ټولنې د جګپوړو دیني عالمانو له پلاوي سره له لیدنې د اوس لپاره بښنه غوښتې ده. د مسلمانو علماوو نړۍوالې ټولنې…
د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او له افغانستان څخه به نړۍ ته هیڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير وايي، اسلامي امارت له نړیوالو سره د رغنده تعامل پالیسي پر مخ وړي او په دې برخه کې یوناما هم ښه رول لوبولی شي.
د نادرکه شوو کسانو په اړه د اسلامي امارت د مشر په فرمان کې راغلي، د هغو کسانو کورنۍ دې ابتدائیه محکمې ته مراجعه وکړي چې په تېرو شلو کلونو کې نادرکه شوي او اوس یې منکوحه غواړي له بل زوج سره نکاح وکړي او یا یې ورثه د مال تقسیم غواړي.
د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاه ویلي چې له اسلامي لارښوونو سره سم پر مسوولینو بې ځایه تورونه لگول او له واقعیته لرې نقد کول شرعاً جواز نه لري. د افغانستان د سرپرست حکومت…
د اسلامي امارت مشر مولوي هبتالله اخندزاده د سوداګرۍ او پانګونې او د کانونو او صنایعو خونو له ګډ پلاوي سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د هېواد د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ په برخو کې رغنده ګامونه واخلي.
د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې د افغانستان سیاسي نظام په کې بدل شو او د جمهوریت ځای اسلامي امارت ونیو، خو اوس وروسته له بدلونه په افغانستان کې څه بدلونونه راغلي؛ په امنیت، اقتصاد، داخلي او بهرني سیاست کې څه بدلونونه راغلي. نظامي، اقتصادي او د سیاسي مسایلو کارپوهان او د مخکني حکومت مسوولین څه ویل لري او د اوسني حکومت د مسوولینو ځواب هغو ته څه شی دی.
د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني وايي چې قطر هېواد د نړۍ او "اسلامي امارت" ترمنځ د یوه پله حثیث لري او هیله ده په دې برخه کې په ښه ډول رول ولوبوي.
د سرپرست حکومت د نظامي لیکو د تصفیې کمېسیون چارواکي وايي چې د «اسلامي امارت» له صفوفو په ټول هېواد کې تر ۳۰۰۰ ډېر کسان ایستل شوي او دغه بهیر دوام لري.
په افغانستان کې د بشري حقونو او رسنیو د څار ډله د «انساني ناورین» د رامنځته کېدو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان خبرداريته په اشاره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو پر وړاندې…