منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۲ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مولوي هبت‌الله: پر مسوولینو بې‌ځایه تورونه لګول او نقد کول شرعاً جواز نه لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۹ کتنې · تازه شوی

اتلانتا (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاه ویلي چې له اسلامي لارښوونو سره سم پر مسوولینو بې ځایه تورونه لگول او له واقعیته لرې نقد کول شرعاً جواز نه لري.

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چنګاښ په ۳۰مه د شپې ناوخته پر ټویټر د اسلامي امارت د مشرتابه د ځینو لارښوونو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، له اسلامي لارښوونو سره سم پر مسوولینو بې‌ځایه تورونه لگول او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعاً جواز نه لري.

سرچینې زیاته کړې، شایعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو ترمنځ د کرکې لامل کيږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه ځیني ایاتونه او حدیثونه هم خپاره شوي دي.

سرچینې ویلی، دغه راز کوم عسکر ته لاس اچول یا یې جامې څیرل او یا هم بد رد ورته ویل، نو په دې کې تعزیر (سزا) ورکول کېږي او د جامو څیرلو تاوان ترې اخیستل کېږي.

د اسلامي امارات مشرتابه ویلي، همدارنګه د قضایي محکمې سپکاوی او قضایي مجلس اخلالول، په دې صورت کې قاضي تعزیر (سزا) ورکولای شي خو عفو بهتره ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «پورته اسلامي لارښوونې د ټولو هېوادوالو، مجاهدینو او خبري رسنیو لپاره شرعي مسوولیت جوړېږي چې عمل ورباندې وکړي.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست