ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا یعقوب: اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی

ملا یعقوب: اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی

author avatar
16 Nov 2022 - 12:16
ملا یعقوب: اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی
author avatar
16 Nov 2022 - 12:16

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او له افغانستان څخه به نړۍ ته هیڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.

د ملي دفاع وزارت په ټویټرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې په کابل کې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د یاد سازمان د بشري او کلتوري چارو مرستیال طارق علي البخیت، سیاسي مرستیال یوسف الضبیعي، ځانګړي استازي محمد سعید آل عیاش او نورو مسوولینو ګډون درلود.

په ټویټرپاڼه کې راغلي: «د ملي دفاع وزارت سرپرست په څرګنده توګه وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون ته ژمن دی او له افغانستان څخه به نړۍ ته هيڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.»

سرچینه وايي، مجاهد د اسلامي همکاریو له سازمان سره د اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ وویل: «موږ د سرحداتو په ټینګې ساتنې نړۍ ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد هیڅکله و نه کارول شي.»

سرچینه زیاتوي، د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د نشه‌یي توکو  له کښت او قاچاق او له داعش سره په مبارزه کې د «اسلامي امارت» د هڅو ستاینه وکړه.

Views: 234

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.