Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۳): د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټينګار کړی او یلي یې دي چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره نېکې او ښې اړیکې غواړي.

ارګ پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اذربایجان له سفیر محمداوف سره ولیدل.

سرچینه وایي چې دغه لیدنه کې د اذربایجان سفیر ویلي چې دواړه هېوادونه سره وروڼه دي، استقلالیت او ځمکنۍ بشپړتیا لري او دواړه د نه‌لاسوهنې سیاست تعقیبوي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د اذربایجان سفارت پرانیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو څرګندونه کوي.

د اذربایجان سفیر دغه‌راز ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو استخراج، ښوونې او روزنې او د اسان خدمت پروسې د پیاوړتیا او پراختیا برخو کې پانګونه او همکاري کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبالسلام حنفي دغه لیدنه کې ویلي چې افغانستان او اذربایجان د دوو وروڼو هېوادونو په توګه له یو بل سره دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او اسلامي امارت په راتلونکې کې هم د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا غواړي.

ده زیاته کړې چې اسلامي امارت په هېواد کې له هر ډول پانګونې هرکلی کوي او دې برخه کې به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه‌راز د ریاست الوزراء مرستیال ویلي چې اسلامي امارت له اذربایجان او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.