ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي»

«اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي»

author avatar
10 Mar 2024 - 17:28
«اسلامي امارت دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي»
آرشیف
author avatar
10 Mar 2024 - 17:28

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د نوي تعلیمي کال په درشل کې یو شمېر نجونې له اسلامي امارته غواړي څو د اسلامي حجاب په رعایتولو سره نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه ورکړي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د لوړو زده‌کړو مرکزونو ته له تلو منع شوې.

په داسې حال کې چې د ښوونیز کال پیل ته څو ورځې پاتې، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې چې شاوخوا درې کاله کېږي ښوونځيو ته له تلو منع دي، تر اوسه نه پوهېږي چې د ښوونیز کال په پیل سره به ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکول کېږي او که نه؟

یوه زده‌کوونکې وایي، هره شپه خوب ویني چې اسلامي امارت ورته ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکوي

فاطمه چې له سیاسي بدلون مخکې د کابل ښار یوه ښوونځي کې د اووم ټولګي زده‌کوونکې وه، پژواک ته وايي: «له خپلو کتابونو، ټولګي، ټولګيوالو، ښوونکو او د ښوونځي چاپېریال پسې ډېره زیاته خفه شوې یم، هره شپه خوب وینم چې اسلامي امارت اعلان کوي چې ټولې نجونې ښوونځيو ته تللی شي.»

فاطمه چې له زده‌کړې او تعلیم سره ډېره لېوالتیا لري، وایي: «هر کال چې د کال دغه وخت را رسېده، مور به مې راته نوي کالي، بکسه، قرطاسیه او ټول شیان اخیستل او ما به هم په ډېره مینه خپل کتابونه پوښول.»

دې چې د خپلې کوچنۍ خور چې په څلورم ټولګي کې درس وایي، کتابونو ته کتل او له سترګو یې اوښکې بهېدې، وویل: «کاش چې اسلامي امارت اعلان وکړي چې په ۱۴۰۳ کال کې دې ټولې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي، موږ ته دې د شریعت په چوکاټ کې د کاليو نمونه معرفي کړي، حتماً یې برابروو.»

ورته وخت کې د کابل ښار د خیرخانې سیمې د یوه ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکې مدینه هم نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازو پرانیستو په تمه ده.

هغه وایي: «موږ مسلمانان یو، حجاب راباندې فرض دی، غواړو د اسلامي شریعت مطابق حجاب مراعت کړو او خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»

نوموړې هم له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو د تحصیل مانع نه شي او نوي تعلیمي کال کې دې نجونو ته ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړل شي.

دغه‌راز، د کابل ښار د یوې بلې لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکې مینا وایي: «کله چې د ښوونځیو دروازې زموږ پرمخ بندې شوې، ویل یې چې پر یوې طرحې کار کوي، درې کاله شول خو تر اوسه یې طرحه جوړه نکړه، نه پوهېږم چې څرنګه طرحه ده چې هیڅ نه جوړېږي.»

هغه زیاته کړه: «شکر الحمدلله موږ مسلمانان یوو، داسې جامې نه اغوندو چې د شریعت د اصولو خلاف وي، موږ ټولې نجونې غواړو چې د شرعي حجاب په مراعتولو سره ښوونځي ته ولاړې شو او زده‌کړې وکړو.»

مینا چې تر لسم ټولګي پورې اول نمره وه، هیله لري چې راتلونکی کې د طب برخه کې زده‌کړې وکړي او له دې لارې ښځو ته خدمت وکړي.

نوموړې هم وویل: «د پوهنې له وزارته مو غوښتنه دا ده چې مظلومه نجونې نورې ونه ځوروي او ښوونځي ته یې د تګ زمینه برابره کړي.»

دغه راز، کابل کې د غالب پوهنتون د معالجوي طب د درېیم کال محصله اسرا محمدي هم وايي: «باور وکړئ، له کومې ورځې چې اعلان وشو چې تر امر ثاني پورې پوهنتون ته د تللو اجازه نه لرو، ډېره ناهیلې شوم، هیله لرم چې درسونه بېرته پیل شي.»

هغه زیاتوي: «حجاب زموږ دیني وجیبه ده، شکر الحمدالله مسلمانان یو، تل مو حجاب کړی او کوو یې، اوس هم هر ډول چې اسلامي امارت ووايي، هماغه ډول حجاب مراعتوو.»

هغه چې د نورستان اصلي اوسېدونکې ده، وايي، نسايي ولادي رشته یې انتخاب کړې او د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته خپل ولایت ته ځي او مېرمنو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

هغې هم له اسلامي امارته وغوښتل چې د پوهنتون او ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

دغه راز، د کابل ښار په یوه شخصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د پنځم سمسټر زده‌کړیاله تهمینه احمدي وايي: «هره شپه چې ویده کېږم، په دې هیله یم چې شاید سبا زېری واورم او پوهنتونونه پرانیستل شي.»

د هغې په خبره، مېرمنې او نجونو د کورنیو په باسواده کولو کې اساسي رول لري او د یوه هېواد پرمختګ لپاره اړتیا ده چې مېرمنې او نجونې تحصیل وکړي.

هغې زیاته کړه: «موږ شکر مسلمانانې یو، حجاب مراعتوو، له اسلامي امارته غواړو چې په ۱۴۰۳ کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستل کېدو زیری موږ ته راکړي څو د خپلو ورونو په څېر درس ووایو او ټولنې ته خدمت وکړو.»

بلخوا، یو کارپوه قاضي نجیب‌الله جامع وايي، دې لپاره هیڅ توجیه او خنډ نشته چې راتلونکي کال کې څوک ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګوي.

هغه هم وویل: «غوښتنه مو دا ده چې راتلونکي کال کې افغان نجونې پوهنتونونو او ښوونځیو ته ولاړې شي او افغان مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

د هغه په باور، مخکې هم د افغانستان تعلیمي نصاب او د پوهنتونونو او ښوونځیو د زده‌کوونکو جامې افغاني کلتور او اسلامي شریعت سره برابرې وې او که څوک په تعلیمي نصاب کې خپلې سلیقې ته په کتو کوم مورد نه خوښوي، هغې کې سمون راوستی شي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو دې برخه کې د اسلامي امارت جواب هم ترلاسه کړي، خو بریالی نه شو.

خو د اسلامي امارت مسوولینو تل ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لنډمهاله دی او د شرایطو په برابرېدو سره به ورته د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

Visits: 183

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.