د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت د سواد زدهکړو ریاست د طرحې له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زدهکړو زمینه برابره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله دویمه لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کوي.
د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ او د روغتیا نړۍوال سازمان ترمنځ د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ویروس مخنیوي په موخه د ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د ۲۴۶۵ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار وکړ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې ۱۹۰ دايمي سرپناوې جوړې شوې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي، افغانستان د چرګ غوښې په تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او د غنمو د تولید برخه کې خودکفایي ته نږدې شوی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ازبېکستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک سرپرست د ازبېکستان مرکزي بانک له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې له ازبېکستان سره د بانکوالۍ برخې پراختیا کولای شي د سوداګریزو اړیکو د لا غوړېدو سبب شي.
ازبکستاني چارواکو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تاشکند په ټولو اقتصادي برخو کې له کابل سره ګډ کار ته لېوال دی.
تېره اونۍ، ا.ا وویل چې د نړۍوالې جنايي محکمې په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي، اوایسي له افغانستان سره پر واقعیتونو ولاړ تعامل ټینګار وکړ، پاکستان اعلان وکړ چې له اسلاماباد او راولپندۍ څخه افغان کډوال وباسي او د ۱۷ هېوادونو ښځينه بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې پر ښځو «لګول شوي محدودیتونه» اندېښمنوونکي وبلل.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ازبېکستاني چارواکو له افغان پلاوي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې تاشکند چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.