په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وايي، د روان میلادي کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې پر خوارځواکۍ اختیه له پنځو کلونو د کمعمره ۲۱۳ ماشومانو درملنه شوې ده.
د انګلیستان د کرکټ بورډ رییس د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو غوښتنې رد کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس وایي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو شپږمه ناسته ترسره شوه.
د راپورونو له مخې، د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال، له افغانستانه ازبکستان ته د لېږدول شویو چورلکو له جملې اووه بلکهاک چورلکې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي.
اروپایي ټولنې د روغتیایي علومو برخه کې د ښځو پر زدهکړو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې د روغتیا نړۍوال له سازمان سره په ګډه په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې له یوه نوي مرکزه ملاتړ کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې په کابل کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملې ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، له دې ادارې سره په ګډه کار کوي چې زیانمنېدونکې کورنۍ پر وخت له مرستو برخمنې شي.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له افغانستان سره د جنوبي کوریا د درې میلیون امریکایي ډالرو مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه مرسته به د لسګونه زره زیانمنونکو افغانانو ملاتړ وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد د دولتي او خصوصي سکتور له راغلي ګډ سوداګریز پلاوي سره په لېدنه کې، د دواړو هېوادو تر مینځ د ترسره شویو هوکړو په اړه د لازیاتې همغږۍ د رامینځ ته کېدو او د سوداګرۍ کچې د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د یوه ترکي شرکت مسوولینو په افغانستان کې افغانستان د نوې ټکنالوژۍ پر مټ د برېښنا تولید او وېش په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره )اوچا( وایي چې افغانستان کې لا هم په پراخه کچه ناچاوده توکي پاتې دي او هره میاشت یې په چاودنو کې شاوخوا ۵۵ کسانو ته مرګژوبله اوړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ځینو نړۍوالو ادارو له استازو سره لیدنه کې د هېواد لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم برخې روغتیا ته د لا زیاتې پاملرنې او د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.