د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ۶۳۹ ترافیکي پېښو له امله ۷۶۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۰۸ نور ټپیان شوي، خو د دې مودې د وروستیو پنځو میاشتو پر مهال ترافیکي پېښو کې د مرګژوبلې کچه نږدې ۳۲ سلنه کمه شوې ده.
د ا.ا مرستیال ویاند، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان ټولې وسلې او نظامي تجهیزات خوندي دي او هېچاته یې د ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کېږي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان ته اختلافات له پردي فکر، عقیدې او سیاسته راغلي او په وینا یې، وحدت ته بلنه د یوه نظام لپاره فریضه ده.
په افغانستان کې د ایران سفیر وايي چې ګاونډيتوب او د تهران او کابل ترمنځ د نورو مسایلو شتون دا ایجابوي چې د دواړو هېوادونو چارواکي او خلک له یو بل سره اړیکې ولري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ځنګلونو تخریب لا هم یوه جدي ننګونه ده او دغه کار چاپېریال ته د پام وړ زیان رسولی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس د ټاپ پروژې په اړه ګډه ناسته کې د دې پروژې د پیل لومړنیو چارو بشپړېدو ډاډ ورکړی او د افغانستان او ترکنستان ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
د افغانستان ریيسالوزراء د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د تفاهم له لارې له دغه هېواد سره د ستونزو د حل غوښتونکی دی.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱۰ ښوونځي په قسمي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر وايي، د هېواد حکومت یې هوډ لري څو د اقلیم بدلون مدیریت او د هغه د اغېزو کمولو برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي او په خبره یې، اړتیا ده چې ا.ا د نړۍوالې ټولنې برخه شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست کابل کې د قطر له شارژدافیر سره په لیدنه کې د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، له ۱۷ کلونو د کمعمره فوټبال لوبډلو د اسیا جام سیالیو لپاره پچهاچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله به له یمن، سويلي کوریا او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دغه هېواد له حکومت او پانګهوالو غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو استفاده وکړي او اسلامي امارت په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.