ژبه

ریيس‌الوزراء: افغانستان هېڅکله ايران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري

توسط نورالله ځاځی

جنوري 26, 2025 - 4:19 pm

Views: 365

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان ریيس‌الوزراء د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د تفاهم له لارې له دغه هېواد سره د ستونزو د حل غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ریيس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند د ايران د بهرنيو چارو له وزير ډاکتر سيدعباس عراقچي سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغلی، په ارګ کې لیدلي دي.

ملا محمدحسن د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو، سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره د دغه ډول سفرونو د زياتوالي غوښتنه کړې.

سرچینې لیکلي، د اسلامي امارت ریيس‌الوزراء د ايران او افغانستان ترمنځ د پلاوو د تګ راتګ زياتېدو غوښتنه وکړه او ویې ويل، اسلامي امارت د تفاهم له لارې له ايران سره د ستونزو د حل غوښتونکی دی.

دی وايي، د تفاهم او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند او د اړيکو پالل به د دواړو وروڼو هېوادونو د اړيکو پياوړتيا او د ملتونو د هوساينې لامل وګرځي.

ریيس‌الوزراء زیاتوي، د اوبو په موضوع کې افغانستان هېڅکله ايران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري او په دې برخه کې د ښه نيت پر اساس تعامل کوي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د افغانستان د وخت د لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د پخواني لومړي وزیر امیرعباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو؛ د دغه تړون له مخې، د اوبو د شتوالي په صورت کې به افغانستان په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ متر مکعب اوبه ورکوي.

ملا حسن اخند د ايران له لوري له افغان کډوالو سره د اسلامي او ورورګلوۍ اصولو پر اساس د چلند غوښتنه وکړه او وېي ويل، د تاريخ په اوږدو کې په لويه پيمانه د اقتصادي مسايلو له مخې له افغانستانه ايران ته د ورغلو افغان کډوالو د اخراج مديريت په لنډه موده کې امکان پذيره نه دی او په دې برخه کې يې له ايرانه د تدريجي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ریيس‌الوزراء په ايران کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ ته په اشارې وويل، کله ناکله د افغانانو اعدام هم عامه احساسات راپاروي، نو باید د ښه ګاونډیتوب پر اساس ورسره د مهربانۍ له مخې چلند وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د دغه هېواد تاريخي، ديني او اقتصادي اړيکو ته په اشارې ویلي: «خوښ يو چې له څلورو لسيزو وروسته په افغانستان کې سراسري امنيت ټينګ شوی او په لوړه کچه د ډيپلوماتانو منل او د اړيکو پالل د دې ښودنه کوي چې ايران د افغانستان له اسلامي امارت سره پياوړې اړيکې لري.»

ده ویلي: «د ايران امنيت او ثبات د افغانستان په امنيت او ثبات پورې تړلی دی او په افغانستان کې وروستيو پرمختګونو دې نتيجې ته رسولي يو چې له اسلامي امارت سره بايد همکاري نوره هم پراخه شي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزير په ياد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د اوبو موضوع ته په اشارې وويل، دواړه موضوعات بايد د همکاريو د پراختيا لامل شي او ايران په ابرومندانه ډول د غيرقانوني افغان کډوالو ستنولو ته ژمن دی.

دی زیاتوي، ايران هېڅکله د افغانستان په داخلي سیاست کې د مداخلې نيت نه لري او د اوبو ستونزې د حل لپاره يې د افغانستان او ايران ترمنځ په بشپړ ډول د هلمند د سیند د اوبو تړون د تطبيق غوښتنه وکړه.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کاږي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې اترې وکړې.

متقي خپل ایراني سیال ته هرکلی ووايه او هیله یې څرګنده کړه چې کابل ته یې سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کي لا زیات تحرک رامنځته کړی او دوه اړخیزې اړیکې نوي پړاو ته داخلې شي.

مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګڼو مشترکاتو او خصوصاً ګډو ګټو ته په پام باید د دیپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه شي.

هغه افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د امنیتي وضعیت د ښه‌والي او د ا.ا.ا د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړېدو په تړاو خپل ایراني سیال ته وویل، افغانستان له لسیزو جګړو وروسته د ډاډمن امنیت څښتن شوی او دا د ټولې سیمې په ګټه ده.

متقي له عراقچي وغوښتل چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت ښه والي ته پاملرنه وشي او زیاته یې کړه چې د کډوالو باعزته راستنېدل د ا.ا.ا. په لومړیتوبونو کې دي خو دا پروسه وخت نیسي، د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هیله کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مسایلو په تړاو وویل: «د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی موږ د هلمند، نیمروز، سیستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر ګورو او کوښښ کوو چي دواړو طرفونو ته او به ورسېږي، دا موضوع نور هېڅ ډول خنډونه نه لري فقط د اورښتونو له زیاتوالي سره تړاو لري.»

د خبرپاڼې په حواله، د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل چې امنیت او ثبات په افغانستان کې په حقيقت کې په ايران کې د ثبات په معنا ده او اسلامي امارت په تېرو درې نيمو کلونو کې ښه پرمختګونه کړي دي.

هغه زیاته کړې، کابل ته يې سفر د‌ دواړو هېوادونو په اړيکو کې د نوي مسير د پيل په معنا ده او دوې اړخيزې اړيکې نوي څپرکي ته داخلوي.

عراقچي د نشه يي توکو پرخلاف د افغان حکومت مبارزه مؤثره وبلله او وړانديز يې وکړ چې د‌ دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په برخه کې يو بل سره تجربې شريکې کړي.

همداراز د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل چې د اوبو مسئله يوه انساني موضوع ده او ټينګار يې وکړ چې اوبه بايد د همکارۍ پر موضوع بدله شي او دواړه لوري په دې اړه تخنيکي همکارۍ ولري.

په پای کې دواړو لورو د مطرح شوو مسايلو پر تعقيب ټينګار وکړ او هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې پلاوو تګ راتګ ادامه پيدا کړي.