ژبه

له ۱۷ کلونو کم‌عمره د فوټبال لوبډلو د اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلو ګروپونه په ډاګه شول
ارشیف

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، له ۱۷ کلونو د کم‌عمره فوټبال لوبډلو د اسیا جام سیالیو لپاره پچه‌اچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله به له یمن، سويلي‌ کوریا او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، له ۱۷ کالونو د کم‌عمره فوټبال لوبډلو د اسیا د ملتونو جام سیالیو لپاره د لوبډلو ترمنځ پچه‌اچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله په Cګروپ کې له یمن، سویلي کوریا او اندیونیزیا سره په یوه ګروپ کې راغله.

دغه راز، د یادو سیالیو په Aګروپ کې به د سعودي عربستان لوبډله له ازبکستان، ټایلنډ او چین سره ولوبیږي، په B ګروپ کې به جاپان لوبډله له استرالیا، ویتنام، او متحده عربي امارتو سره ولوبیږي او په D ګروپ کې به د ایران لوبډله تاجکستان، عمان او شمالي کوریا سره لوبه وکړي.

فوټبال فدارسیون لیکلي، یادې سیالۍ د افغانستان د فوټبال د نوو او ځوانو لوبغاړو د ځلېدو لپاره یو طلایي فرصت دی.

د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې له ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل په درېیمه د سعودي عربستان په کوربه‌توب پیل او د همدې میاشتې تر ۲۰مې نېټې دوام وکړي.