د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېره یوه میاشت کې په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ازبکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، هېواد یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیون امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته کوِي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مالي ستونزو شکایت کوي خو وايي، په ښه مدیریت سره وتوانېدل چې روان ميلادي کې د فوټبال او فوټسال برخه کې لویې لاستهراوړنې ولري.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر سره په ليدنه کې هېواد کې د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت ورسوي.
افغان کرکټ ملي لوبډلې روان میلادي کال له ایرلینډ، سوېلي افریقا، بنګلهدېش او زمبابوې لوبډلو څخه درې د یو ورځنیو او دوه د شلاووریزه سیالیو لوبلړۍ ګټلې دي.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د هر اړخیزې او پایدارې اقتصادي ودې د ترویج او پر بشري مرستو د اتکا کمېدو لپاره د ۱۹،۸ میلیون یورو مرستې خبر ورکړی دی.
د افغانستان او ترکمستان بهرنیو چارو وزیرانو د ټاپي نللیکې له چارو لیدنه کړې او ترڅنګ یې د دې پروژې کارونو د چټکتیا او د ویزې او ترانسپورټي برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنيکي ستونزو او د ترکمنستان وارداتي برېښنا د توپان له امله پرې شوې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن له زمبابوې لوبډلې سره د شلاووریزې لوبلړۍ وروستۍ او برخلیکټاکونکې لوبه ترسره کړي.