د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې جنوبي کوریا په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د رسېدنې لپاره له دغه پروګرام سره پنځه میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې روان ميلادي کال په هېواد کې ۱۵۲ کیلومتر مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو پاکه شوې او زیاتوي چې په دې موده کې د دغو توکو په چاودنو کې ۱۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰۴ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ایران رېل پټلۍ له لارې د چین د ترانزیټي توکو لومړنۍ محموله د هرات ولایت روزنک تمځای ته ورسېده.
اسلامي امارت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۵ مې کالیزې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د یاد یرغل په مقابل کې د افغانانو مېړانه او سرښندنې ستایلې دي.
د ریاستالورزاء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت په افغانستان کې هیڅ وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او په خبره یې چې پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول هم ګټه نه لري، بلکې د اړیکو د خرابېدو او تاوتریخوالي سبب کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډله سبا له زمبابوې لوبډلې سره د دوو ټېسټ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کوي.
د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وایي، د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې به د افغانستان د کرکټ غوره لیک (اېپياېل) سیالۍ ترسره کړي او هم به افغان لوبډله له نیوزلېنډ، پاکستان او بنګلهدېش سره لوبلړۍ ولري.
د ټولګټو وزارت په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴۵۲ زره او ۱۳۲ مټریک ټنه توکو د انتقالاتو خبر ورکوي.
د ریاستالوزراء سياسي مرستيال وايي، اسلامي امارت د فقر کچې ټیټولو لپاره هڅې پیل کړې او په نږدې کلونو کې به د افغانستان ملي اقتصاد لا ډېر پیاوړی شي.
د عامې روغتیا وزارت په ۱۱ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکړ چې په ترڅ کې به یې ۴،۸ میلیون ماشومان واکسین شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.