د تېر لمریز کال له پیل راهیسې افغانستان کې د وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله څه باندې ۲۴ زره کورنۍ بېځایه شوې دي چې تر نیمایي ډېرې یې په هرات او هلمند کې دي.
افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې د ډېرېدو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د لار نقشې د لاسلیکولو، د ترانزیټي لګښتونو کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي مشترکاتو او نورو ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغريکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته کړې ده.
سپینه ماڼۍ وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته چې افغانستان ته کومې بشري مرستې استول کېږي، ګټه یې د افغانستان خلکو ته رسېږي نه د افغانستان سرپرست حکومت ته او دا مرستې په میخانيکي ډول په همدې بڼې تنظیم شوې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی یونس خان یې په چمپینز ټرافي سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د سلاکار روزونکی په توګه ټاکلی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د تېر مېلادي کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې لوکزامبورګ هېواد ۱.۵۶ میلیون امریکایي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د یوه ایراني شرکت مسوولینو په افغانستان کې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د کاناډا حکومت د ځینو امنیتي دلایلو له مله له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي خو اسلامي امارت وایي، افغانستان اوس امن دی او په دې اړه اندېښنې بېځایه دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډله به نن له زمبابوې سره دویمه ټېسټ لوبه ترسره کړي.