د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ټاکل شوې وي چې امریکا له افغانستان سره مرستې وکړي، نو افغانستان یې دې پوځي تجهیزات بېرته ورکړي، خو د شنونکو په اند، دغه تجهیزات د افغانانو حق دی او که امریکا یې غواړي نو بیا دې افغانستان ته د ورانیو تاوان هم ورکړي.
د ایران د اسلامي شورا د صنایعو او کانونو کمېسیون غړي امیر توکلي رودي د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې ځانګړې معدني اقتصادې ساحې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
کابل کې د روسیې سفارت فرهنګي برخې مسوولین وايي چې هېواد یې چمتو دی څو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې سره په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د عدلیې وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د اسلامي امارت او ترکیې ترمنځ دې همکارۍ لا پراخې شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اسلامي امارت یو پلاوی د دغه وزارت د ترانزیټ د رییس محمدالله بختیار په مشرۍ ایران ته ولاړ.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست د دغه هېواد د فدرالي ایالتونو له مفتي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي لیدلورو او د محاکمو اړوند د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی قضایي پلاوی په ایران کې د افغان زندانیانو د حقونو د تامین او په دغه هېواد کې پر اعدام د محکومو افغانانو په تړاو د خبرو لپاره نن سهار تهران ته ولاړ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وایي چې ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴،۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په درېیمه ربعه کې بهر ته د څه باندې ۶۶۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴.۳ میلیون کسان روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او دوی به وکولی شي یوازې ۹.۳ میلیون کسانو ته روغتیایي مرستې برابرې کړای شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د وګړو صندوق په افغانستان کې د میندو، ماشومانو او ځوانانو د روغتیايي ملاتړ لپاره د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له ۱،۵ میلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وایي چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲،۶ میلیون امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.