Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات بېرته تر لاسه کوو

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ټاکل شوې وي چې امریکا له افغانستان سره مرستې وکړي، نو افغانستان یې دې پوځي تجهیزات بېرته ورکړي، خو د شنونکو په اند، دغه تجهیزات د افغانانو حق دی او که امریکا یې غواړي نو بیا دې افغانستان ته د ورانیو تاوان هم ورکړي.

ټرمپ تېره ورځ په واشنګټن کې د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې ویلي چې د جو بایډن حکومت د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات افغانستان کې «دښمن» ته پرېښي دي.

ټرمپ ویلي، په افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزات به بېرته ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې: «ایا پوهیږئ چې موږ هر کال میلیاردونه ډالر له افغانستان سره مرسته کوو؟ که ټاکل شوې وي موږ دا پیسې ورکړو نو باید هغوی زموږ پوځي تجهیزات بېرته راکړي.»

ده څو ورځې مخکې د جو بایډن پر حکومت سختې نیوکې وکړې؛ ادعا یې کړې وه چې د امریکا له مالي سرچینو یې میلیاردونه ډالر د افغانستان سرپرست حکومت ته لیږدولي دي، خو دغه څرګندونې هم اسلامي امارت او هم د امریکا حکومت رد کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر د ټرمپ د هغو څرګندونو عملي کول سخت کار بولي چې وایي، افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات بېرته تر لاسه کوي.

پیګیر وایي، د امریکایي ځواکونو نظامي تجهیزات په افغانستان کې نه دي پاتې او کوم پوځي تجهیزات چې له پخوانیو افغان ځواکونو څخه پاتې دي، هغه د افغانان حق کېږي.

دی وایي: «امریکا او ناټو تېر شل کاله په افغانستان کې ډېر جنایات ترسره کړل او ټرمپ دغه څرګندوي ځکه کوي چې افغانستان له جنګي غرایمو تېر شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو ورځې مخکې ویلي وو چې بهرنیان دې افغانستان کې د خپلو تر سره کړو جنایتونو غرامت ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدزمان مزمل هم وایي چې ټرمپ مخکې له دې چې د لوړې مراسم ترسره کړي، په افغانستان کې د خپلو پاتې نظامي تجهیزاتو پوښتنه کوي، خو د دوی له لاسه د وران شوي افغانستان پوښتنه نه کوي.

دی وایي، که هغه خپل نظامي تجهیزات غواړي بیا دې د تېرو شلو کلونو پر مهال د ورانیو تاوان هم ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.