Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغري‌کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته کړې ده.

دغه بنسټ نن (پنج‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي چې دغه مرسته د ۱.۱ میلیون امریکايي ډالرو معادل کېږي.

اوچا زیاته کړې چې دغه ډول دومداره ملاتړ افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورنې لامل کېږي.

د روانې اونۍ د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق هم ویلي وو چې لوکزامبورګ له افغانستان سره ۱.۵۶ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.