په بامیان ولایت کې د روږدو درملنې درېیو مرکزونو له یو نیم کال ځنډ وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.
د بامیان حکومتي مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو پروژو د پرانیستې او ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي.
د بامیان مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د یوه کانال پرانیستې او ګټې اخیستنې خبر ورکوي.
د بامیان ولایت مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۵۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د ۱۵ شبکو له جوړېدو خبر ورکوي.
د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې رییس د ژویو پر ژوند او ساتل شوو ساحو ساتنې باندې ټینګار کوي.
بامیاني ځوانان په دغه ولایت کې له لوړ ولور څخه شکایت لري او وایي، د دغه دود له امله دوی د کورنۍ له جوړولو څخه بېبرخې شوي دي.
د بامیان ولایت مسوولین په دغه ولایت کې د غواګانو پوستکي ویروسي ناروغۍ (لمپي سکین) ضد واکسین پیلېدو خبر ورکوي.
د بامیان ښار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې د مناسب ښاري خدماتو له نشتوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
د باميان چارواکي وايي، د دغه ولايت په ورس ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه کسان مړه او ټپيان شوي دي.
امنیتي ځواکونو یو کس په بامیان کې بهر ته د ۱۷ قلمه لرغونو اثارو د قاچاق په تور نیولی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس، بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، په دغه ولایت کې زرګونه کروندګرې کورنۍ به د دغه سازمان مالي ملاتړ ترلاسه کړي.