د بامیان اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د درملو له کمښت او د روغتیايي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي، له مسوولینو غواړي چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د بامیان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له ټکنۍ پروسې شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي.
د بامیان ولایت مسوولین وایي، په دغه ولایت کې يې د سوالګرو راټولولو او هغو ته د حقوقو ټاکلو پروسه یې پېل کړې ده.
د بامیان ولایت د برېښنا شرکت مسوولین وایي، که پېرودونکي خپل د برېښنا بېلونه تحویل نه کړي، د برېښنا مزي به یې پرې شي.
د بامیان ولایت مسوولین په تېر یوه کال کې دغه ولایت ته د ۱۰۷زره ګرځندویانو د ورتګ خبر ورکوي.
د بامیان په یکهولنګ ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوې پروژې کار پیل شو.
د بامیان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
په بامیان ولایت کې یوه ۶۰ کلنه مېرمن چې په کور کې نفقه راوړونکی نه لري، خپله د نفقې او کور لګښت برابرولو لپاره له سهاره تر ماښامه په دغه ښار کې ګدايي کوي.
په بامیان ولایت کې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو رسولو د دوو پروژو چارې رسماً پیل شوې.
د بامیان صنعتګر په دغه ولایت کې د کلالي/ خټینو لوښو د تولید ډېروالي او د پلور بازار د غوړېدو خبر ورکوي.
د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان چې ځانونه یې واکسیناتوران معرفي کړي وو، په بامیان ولایت کې د بېهوشه کوونکو درملو د لېږد په تور نیول شوي دي.
میدانښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): ځایي چارواکي وایي چې د کابل ـ باميان لويه لار د سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر