بامیان (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): د بامیان ولایت د برېښنا شرکت مسوولین وایي، که پېرودونکي خپل د برېښنا بېلونه تحویل نه کړي، د برېښنا مزي به یې پرې شي.

په بامیان ولایت کې د برېښنا شرکت رییس ملا ضیاالله جهادیار وایي، تر اوسه د دغه شرکت پېرودونکو څه باندې ۱۶میلیون ۷۰۰زره افغانۍ د برېښنا بلونه نه دي تادیه کړي او دغه موضوع د برېښنا رسولو سیستم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا، سره له دې چې دغه موضوع څو ځلې پوروړو ته په لیکلي او شفاهي توګه رسول شوې، خو که پاملرنه و نه شي دغه اداره اړ کېږي چې د مرکزي دفتر له هدایت سره سم د هغوی د برېښنا مزي پرې کړي.

هغه زیاتوي، یوازې د دغه ولایت په مرکز کې د برېښنا شرکت ۴ لمریزې او یوه جنراتوري شبکه چې د ۵/۱ میګاواټه برېښنا ظرفیت لري، برېښنا وېشلې چې پر دولتي ادارو او سوداګریزو سیمو سربېره د دغه ولایت د مرکز ۲۵ سلنه اوسېدونکي تر پوښښ لاندې راولي.

د هغه په وینا، په سوداګریزو سیمو کې د برېښنا بيه ٤٥ افغانۍ او د استوګنې سيمو کې د هر کيلوواټ بیه له ١٦ تر ٢٥ افغانيو پورې ټاکل شوې چې شاوخوا ١١ ميليونه یې په دولتي ادارو پورې اړه لري.

خو د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکي چې له دولتي برېښنا استفاده کوي، د برېښنا د بیو لوړوالی په ټاکلي وخت د برېښنا د بل د نه تادیه کېدو یو لامل ګڼي.

نبي عليزاده د مرکز اړوند د "ریک شاد" کلي اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دغه هستوګنیزه سیمه کې د هر کیلوواټ برېښنا بیه ۲۵ افغانۍ ده او موږ له څو ګروپونو پرته نور وسایل نه شو کارولی؛ ځکه چې موږ یې د بل پرې کولو توان نه لرو.»

د هغه په باور، د هر کیلوواټ په بدل کې ۲۵ افغانۍ د هېواد په کچه تر ټولو ډېره لوړه بیه ده چې په باميان کې له استوګنیزو سیمو څخه اخيستل کېږي.

نوموړی له چارواکو غواړي څو دغې موضوع ته پاملرنه وکړي؛ ځکه خلک په اوسنیو شرایطو کې په دغه بیه د برېښنا د لګښت د ورکړې توان نه لري.