د دایکنډي امنیه قوماندانۍ د امنیت امریت وایي، په میرامور او سنګتخت ولسوالیو کې د دوو ملکیانو د وژلو په تور یې درې کسان نیولي دي.
د دایکنډي د مرکز «ناوه جعفر» کلي لسګونه اوسېدونکي وایي، د دغه کلي دوو اوسېدونکو ژورې څاګانې کیندلې او هره ورځ زرګونه لېټره اوبه ترې پلوري چې له امله یې د سیمې خلکو څاګانې وچې شوې دي.
د دایکنډي ولایت مسوولین وایي، د تېرو دوو کلونو وچکالیو له امله د دغه ولایت تر ۷۵ سلنې ډېرې کروندې اغېزمنې شوې دي.
تېر کال په دایکنډي ولایت کې د بادامو باغونو له ۳۳زره مټریک ټنو ډېر حاصلات ورکړي دي.
په دایکنډي کې امنیتي سرچینې وایي، د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځانوژنه کړې ده.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د دایکنډي ولایت د نیلي ولسوالۍ «لزیر» کلي اوسېدونکی محمدعلي وايي، له پنځو کلونو راهیسې یې د محلي خولیو د پلور له لارې ۱۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په دایکنډي ولایت کې د امیدوارو ښځو او ماشومانو د ساتنې په موخه له ۶زره کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
په افغانستان کې د نوي حکومت له راتلو وروسته د ډېرو پرمختيايي پروژو کارونه ځنډېدلي چې له دې ډلې په دايکنډي ولايت کې تر ٦٠ د ډېرو دغسې پروژو کارونه نيمګړي پاتې دي.
په دایکنډي ولایت کې یوه پنځه کسیزه کورنۍ چې یو غړی یې روغ او نور ټول پر نشه یي توکو اخته دي؛ له خپل خراب اقتصادي حالت نه شکایت لري.
په دایکنډي کې مسوولینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت ښاروال د رشوت اخیستو په تور له دندې ګوښه شوی، د دې ادارې څلور کارکوونکي هم له صلاحیتونو د ناسمې استفادې او له خلکو د اخاذۍ په تور نیول شوي دي.