د دایکنډي په مرکز نیلي کې د موټرسایکلونو یو شمېر مالکان چې سپرلي وړي راوړي، د سونتوکو د بیو له لوړېدو شکایت لري.
د دایکنډي کروندګر او د کرنې ریاست مسوولین تاییدوي چې هره ورځ د اوبو کمښت او وچکالۍ په سختېدو سره، د دغه ولايت ونو او ځنګلونو سخته صدمه لېدلې ده.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په ناوهمیش ولسوالۍ کې پر کولرا اخته شکمنو ناروغانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي.
موسی چې اوسمهال ۵۴ کلن دی او د دایکنډي په مرکز کې ژوند کوي، وایي چې له ۳۰ کلونو راهیسې پر نشهيي توکو روږدی دی او اوس یې د خپلې کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي دي.
په دایکنډي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) ولایتي مسوولین وايي، د دوی یو کلنې څېړنې (د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه) ښيي چې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د سنګتخت و بندر ولسوالۍ د «سیاه چوب پایین» کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړوي.
د ډایکندي ولایت یوه خبریاله انیسه نجفي وایي چې بېځایه شوو او مهاجرو ماشومانو ته په یوه دولتي ښوونځي کې په وړیا ډول تدریس کوي.
د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، مخکې د دغه ولایت د ښځو لاسي صنایعو یو ځانګړی شهرت درلود، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله یې بازار کمرنګه شوی دی.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ ځيني بزګر د حشرو له هجومه شکایت لري؛ په ورته وخت کې د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د حشرو پر وړاندې د مبارزې د پیلېدو خبر ورکوي.
د دایکنډي اوسېدونکي او کروندګر په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله اندېښمن دي او له حکومته د خلکو وضعیت ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، شاوخوا ۱۷ کیلومتره سړک چې د پنځو ولسوالیو لارې سره نښلوي، دوی په خپل شخصي لګښت جوړ کړی دی.
د دایکنډي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه بشري مرستې خلکو ته د کار په بدل کې وېشل کېږي.