ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي کروندګر: ډېری ونې او ځنګلونه د وچکالۍ له امله له منځه تللي

د دایکنډي کروندګر: ډېری ونې او ځنګلونه د وچکالۍ له امله له منځه تللي

author avatar
17 Jul 2022 - 17:56
د دایکنډي کروندګر: ډېری ونې او ځنګلونه د وچکالۍ له امله له منځه تللي
author avatar
17 Jul 2022 - 17:56

نیلي (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د دایکنډي کروندګر او د کرنې ریاست مسوولین تاییدوي چې هره ورځ د اوبو کمښت او وچکالۍ په سختېدو سره، د دغه ولايت ونو او ځنګلونو سخته صدمه لېدلې ده.

د دايکنډي د مرکز اړوند د «سرنیلي» کلي يوه بزګر حاجي حنيف وويل، په تېرو کلونو کې یې سيمه شنه او ښکلې وه او له دې سيمې څخه د ونو مختلف ډول محصولات بازار ته عرضه کېدل، خو دوه کاله کېږي چې وچکالۍ دغه ونې زیانمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، اوسهمال په سیمو کې یې د ځمکې لاندې او سطحي اوبه وچې شوې او د دوی ټول محصولات او هڅې د له منځه تلو په حال کې دي.

د دایکنډي دغه اوسېدونکي زیاته کړه، خلک ان د څښاک اوبو په لټه کې دي او هره ورځ له دې ننګونې سره لاس او ګرېوان دي.

د حاجي حنيف په وينا، د اوبو نشتوالی د دې لامل شوى چې ډېری ونې وچې او يا يې پاڼې ژېړې شي او سربېره پر دې، په تېرو کلونو کې په همدغه موسم کې، بادامو حاصلات ورکاوه، خو سږ کال ونو ته د اوبو نه رسېدو له امله دغه محصول تر اوسه حاصل نه دی ورکړی.

له بلې خوا هغه وایي، د غنمو کروندې هم له منځه تللې او کم شمېر کروندګرو چې غنم کرلي، د هغه تخم په اندازه چې پر ځمکه یې پاشلي وو حاصلات نه دي ترلاسه کړي.

هغه وويل: «ما پر خپله ځمکه ۱۳منه د غنمو تخم کرلي وو،  خو اوس مې يوازې ١٢ منه ترې حاصل ترلاسه کړی دی.»

د دایکنډي د مرکز د «چاردار» کلي یو بزګر علي رحیمي وایي، شپږ کاله وړاندې د دایکنډي مرکز شین وو او د نیلي ډېرو اوسېدونکو د خپلو باغونو حاصلات پلورل، خو اوس له دغو حاصلاتو هیڅ خبر نشته.

هغه زیاته کړه، اوس کروندګر اړ شوي چې د خپلو ونو اوبه کولو لپاره له قطره‌یي سیسټم څخه استفاده وکړي.

له بلې خوا هغه زیاتوي، وچکالي د خلکو د کډوالېدو او بېځايه کېدو لامل شوی او د دې ترڅنګ د مضرو حشرو شتون، آفتونو او نباتي ناروغیو هم ځنګلونه او د خلکو مېوه لرونکې ونې زيانمنې کړې دي.

دغه بزګران له حکومت او مرستندویه بنسټونو تمه لري څو په عاجل ډول له خلکو سره د مرستو رسولو او له وچکالۍ سره د مبارزې برخه کې اقدام وکړي؛ ځکه د هغو پر وینا، که دغه وضعیت ته په ځنډ سره رسېدنه وشي نو بې ګټې به وي.

په همدې حال کې، د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین هم په دغه ولایت کې د وچکالۍ لا سختېدل، یو بشري بحران ګڼي.

د دایکنډي د کرنې او مالدارۍ رییس شېراحمد رفیع پژواک خبري اژانس ته وویل: «سخته وچکالي د دې لامل شوی چې په ډېری سیمو کې خلک له خپلو کورونو کډه وکړي.»

هغه زیاته کړه، د کرنیزو اوبو پر نشتوالي سربېره اوس د څښاک پاکو اوبو کمښت هم یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.

د دايکنډي د کرنې ریيس وویل، روانه وچکالي د دې لامل شوې چې د دغه ولایت د ډېرو بزګرانو باغونه او کرنیز محصولات پر افتونو او نباتي ناروغیو اخته شي.

هغه زیاته کړه، د دغو افتونو او ناروغیو د مهارولو لپاره یې د دایکنډي په ۵ ولسوالیو کې پر ۲۲زره ۴۱۰ د مڼو ونو او ۴۵ جریبه کرنیزه ځمکې باندې دوا شیندلې او دغه راز ۳۷۶ بزګرو ته یې اړینې زده کړې هم ورکړې دي.

د کرنې ریاست د دغه مسوول په وینا، د وروستیو دوو کلونو وچکالۍ له امله تر ډېره د دایکنډي مرکز نیلي خلک زیانمن شوي دي.

Visits: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.