ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په «ناوه‌میش» کې د کولرا د شکمنو ناروغانو شمېر ۷۴۷ کسانو ته رسېدلی

د دایکنډي په «ناوه‌میش» کې د کولرا د شکمنو ناروغانو شمېر ۷۴۷ کسانو ته رسېدلی

author avatar
16 Jul 2022 - 13:35
د دایکنډي په «ناوه‌میش» کې د کولرا د شکمنو ناروغانو شمېر ۷۴۷ کسانو ته رسېدلی
author avatar
16 Jul 2022 - 13:35

نیلي (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په ناوه‌میش ولسوالۍ کې پر کولرا اخته شکمنو ناروغانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي.

د دايکنډي د عامې روغتيا ریاست مرستيال سيداسحاق حسيني وويل، په تېرو څه کم لسو ورځو کې له هلمند سره پر پوله د دغه ولايت د ناوه‌مېش ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې، د کولرا د شکمنو ناروغانو شمېر ٧۴٧ کسانو ته رسېدلی چې له دې ډلې د ١٠٠ کسانو وضعیت نازک ښودل شوی و او تر ځانګړي مراقبت لاندې دي.

هغه زياته کړه، د ځايي خلکو له لوري د تاييد شوو شمېرو له مخې، تر دې مهاله د دې ناروغۍ له امله ١١ کسان مړه شوي چې ډېرى يې د پاخه عمر کسان وو.

حسيني زياته کړه چې دغه ناروغي د دايکنډي ولايت د ناوه‌ميش ولسوالۍ په ګيري‌جوى، دشت، شنيه او تاک «ناوه‌ګری» کلیو کې چې د هلمند ولايت له باغران ولسوالۍ سره ګډه پوله لري، زياته خپره شوې ده.

د دايکنډي د عامې روغتيا دغه مسوول وايي، د دغې ناروغۍ له خپرېدو وروسته چې په قطعي ډول تاید شوې نه ده چې کولرا وي، سيمې ته يې پنځه روغتيايي ټېمونه له ټولو طبي وسايلو او امبولانسونو سره استولي او اوس وضعيت بېرته عادي شوى دى.

هغه زیاته کړه، هوډ لري چې خپل روغتیایي ټېمونه بېرته راوګرځوي، خو په سیمه کې خدمات لاهم روان دي.

بلخوا، یاده ناروغي د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې هم خپره شوې چې د هغه ولايت د روغتيايي مسوولینو له لوري یي پر وړاندې اقدامات ترسره شوي دي.

هغه وویل، اوس پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر کم شوی او یوازې ۱۶ کسان تر درملنې لاندې دي.

هغه وويل چې د اوبو ککړتيا، د خلکو له خوا د روغتيايي لارښوونو نه مراعاتول او وچکالي د دې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لاملونه دي.

کولرا يوه حاده ميکروبي او ساري ناروغي ده چې د کانګو او پیچ لامل ګرځي؛ د طب برخی پوهانو په خبره، ناروغان باید د دغو نښو د ليدلو په صورت کې ژر تر ژره روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.