د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اړوند د برګر کلي «نالج» درې اوسېدونکو په یوه ناسته کې پرېکړه کړې څو په ټولنه کې د هغو ناسمو دودونو مخه ونیسي چې ډېر لګښت پرې راځي او پر ځای یې پیسې راټولې او ښوونځی ورباندې جوړ کړي.
د دایکنډي ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په میرامور او خدیر ولسوالیو کې د ۱۲۰۰ کورنیو لپاره ۱۰۴ واټرپاینټ (د څښاک اوبو ذخېرې) جوړې شوې او تېره ورځ ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي، د پراخ فساد او قوانینو نه رعایتولو له امله یې د «افغان پرمختیايي مؤسسې» دروازه تړلې ده، خو د یادې مؤسسې مسوولین دغه ادعا ردوي.
د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي وایی، د «اسپوک» کلي د ښوونځي ودانۍ جوړولو کار یې د یوه بهرني بنسټ په همکارۍ بشپړ کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ورزشي برخې مسوولینو تېره ورځ د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې د غوره لوبغاړو د پېژندلو په موخه د «الفتح» تر نامه لاندې رزمي ورزشي سیالۍ ترسره کړې.
نجیبالله چې ۲۵ کاله عمر لري، نن یې د ځینو چارواکو په حضور کې د اعتیاد پرېښودو لومړۍ کلیزه ونمانځله.
د دایکنډي حکومتی مسوولین وایي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولین وایي، له ۲۰ میلیونو افغانیو ډېرې نغدې پیسې یې په دغه ولایت کې معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته وېشلې دي.
د دایکنډي د کرنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې ۲۴۳۰ کروندګرو ته د سبزیجاتو تخم او د مالدارۍ اړوند وسایلو او توکو د وېش لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د دایکنډي د ولایتي روغتون یو ډاکټر وایي، له څلورو میاشتو راهیسې هره میاشت له خپلې تنخوا ۱۰زره افغانۍ پر مستحقو او بېوزلو کسانو وېشي.
د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.
د دایکنډي خلک د دغه ولایت په لږ تر لږه څلورو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د درنو مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکوي.