ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یو ډاکټر: یوه اندازه معاش مې پر بېوزلو خلکو وېشم

دایکنډي کې یو ډاکټر: یوه اندازه معاش مې پر بېوزلو خلکو وېشم

author avatar
6 Aug 2022 - 16:48
دایکنډي کې یو ډاکټر: یوه اندازه معاش مې پر بېوزلو خلکو وېشم
author avatar
6 Aug 2022 - 16:48

نیلي (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۱): د دایکنډي د ولایتي روغتون یو ډاکټر وایي، له څلورو میاشتو راهیسې هره میاشت له خپلې تنخوا ۱۰زره افغانۍ پر مستحقو او بېوزلو کسانو وېشي.

د دایکنډي د ولایتي روغتون ډاکټر تاج‌محمد افتخار وویل، میاشتنۍ تنخوا یې شاوخوا ۳۰زره افغانۍ کېږي.

دغه ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وویل: «له څلورو میاشتو راهیسې مې د خپل معاش نیمه برخه اړمنو او بېوزلو خلکو ته وېشلې او دغه لړۍ ته به دوام ورکوم.»

هغه د دغه اقدام موخه له بېوزلو خلکو سره مرسته یادوي او وايي، تر هر څه مهمه دا ده چې د مرسته کولو فرهنګ باید دود شي.

نوموړي وویل، په اوسني وخت کې چې خلک له لوږې او بېوزلۍ سره لاس او ګریوان دي او ان داسې کورنۍ هم شته چې د بېګا ډوډۍ نه لري، خلک باید خپلې پیسې په کورونو کې ذخیره نه کړي او یوه اندازه یې اړمنو ته ورکړي.

ډاکټر افتخار زیاته کړه، خلکو سره مرسته کول د هر انسان هم دیني او هم انساني وجیبه ده او په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې ټول مکلف دي چې یو بل سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «زه په میاشت کې له ۳۰زرو افغانیو څخه ډېر معاش لرم او له دې پیسو لس زره یې اړمنو ته وېشم او پر پاتې نورو یې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوم.»

هغه له نورو کسانو چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، وغوښتل چې د هغه په څېر دې د بېوزلو کورنیو لاسنیوی وکړي، څو د یو بل ترڅنګ دغه ستونزمنې ورځې تېرې کړي.

دغه ډاکټر وایي، باور لري چې حکومت او موسسې په یوازې توګه نه شي کولای خلکو سره مرستې وکړي، بلکې خپله خلک هم باید په دغو شرایطو کې ونډه واخلي.

هغه کسان چې د یاد ډاکټر له نغدي مرستو برخه‌من شوي خوښ دي.

زهرا چې یوه له دغو کسانو ده، وایي: «سمه ده چې دغه مرستې ناڅېزه دي او ټولې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای، خو که ټول د دغه ډاکټر په څېر د اړمنو لاسنیوی وکړي او دغه کمپاین پيل کړي، د خلکو د ستونزه یوه لویه برخه به حل شي.»

زینب چې یوه زړه ښځه ده او له دغو مرستو برخمنه شوې، وویل چې د مرستندویه بنسټونو مرستې د خلکو د بېوزلۍ کچې په ته په کتلو کمې دي او اړتیا ده چې بډایه کورنۍ بېوزلو ته پاملرنه وکړي.

د سختې وچکالۍ شتون او د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتوالی هغه اساسي ننګونې دي چې د دایکنډي خلک ورسره لاس او ګریوان دي.

Visits: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.