Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې ترافیکي پېښې ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نیلي (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د دایکنډي حکومتی مسوولین وایي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د دایکنډي د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیر اسحاق علي رشیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۹ بجې یو فلانکوچ ډوله موټر چې ۱۶ کسان پکې سپاره وو، د شهرستان ولسوالۍ له «شیونه‌قل» کلي د کابل پر لور روان و چې له ترافیکي پېښې سره مخ شو.

هغه زیاته کړه، دغه پېښه د شهرستان ولسوالۍ په «چبلک» کوتل کې شوې ده چې له امله یې څلور ښځې او یو سړی مړه شوي او د ۵ نارینه، ۳ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، ټپیان د دایکنډي ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د دوو کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه، دغه پېښه هغه مهال شوې چې موټرچلوونکی له اصلي مسیره لرې شوی او غوښتل یې چې له یوه فرعي مسیره تېر شي، خو د لارې د خرابوالي له امله له سړکه اوښتی او خپل کنټرول یې له لاسه ورکړی دی.

په تېرو دوو ورځو کې هم د دايکنډي ولايت په شهرستان او اشترلي ولسواليو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې شپږ کسان مړه او ژوبل شوي وو.

د سړکونو خرابوالی او تنګوالی او د موټرچلوونکو له خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعتول په دایکنډي کې د ترافیکي پېښو د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.