په دايکنډي کې یوه مېرمن چې د دغه ولایت په مرکز کوچني ښار نیلي کې تر شنه اسمان لاندې ۱۸ کاله د نجونو زدهکړو برخه کې یې خدمت کړی وايي، يوازينۍ موخه يې ټولنې او په ځانګړې توګه نجونو ته کار کول دي.
په دایکنډي ولایت کې یو معلول چې د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی دی، وايي چې معلولیت او بېوزلي یې سخت ځوروي.
د دایکنډي بزګر وایي، په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د هنګ طبي بوټي کرکېله دود شوې او دې چارې ته خوشبینه دي.
رازي ټولنیزه او پرمختیایي موسسه چې تازه یې په دایکنډي ولایت کې فعالیت پیل کړی، په خپله لومړۍ پروژه کې ۱۷۵ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په دایکنډي کې برک موسسې د «ابادۍ پروژې» په پیلېدو سره ۲۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
نیلي (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د راه رهنورد ټولنیزې سوکالۍ مؤسسې (RSO) ولایتي مسوولینو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF)په مالي مرسته،
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ دوو ځوانانو، له ښاره کلي ته د کتاب لوستنې فرهنګ لېږد او د خلکو د پوهې کچې لوړولو په موخه، زرګونه ټوکه کتابونه راټول کړي او په دغې ولسوالۍ کې یې یو عامه کتابتون جوړ کړی دی.
د دایکنډي یو شمېر ځوانان د دغه ولایت له مسوولینو غواړي چې له پروژو د ساتنې، د نیمهکاره سړکونو بشپړولو، د کرونا درملنې د مرکزونو فعالولو او له بشري مرستو د جدي څارنې په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې سختې وچکالۍ او د اوبو کمښت ته په کتو، د د دغه ولایت د استوګنو له لوري په پراخه کچه د ځنګلونو وهل او د سونتوکو په توګه یې کارول خلک اندېښمن کړي دي.
عزیزالله له دوو خوېندو او یوه ورور سره یې چې ټول لویان دي، له نابینايۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي. دغه څلور کسان د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د «نالج برګر» کلي اوسېدونکي دي.
د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په نالجبرګر سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د هلکانو د یوه منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دايکنډي کې د بادامو بڼوال او پلورونکي د وچکالۍ زیاتېدو له امله د دغه محصول پر کمیت او کیفیت د منفي اغېز په اړه شکایت لري.