ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي خلک د ځنګلونو بې‌کچې وهلو ته اندېښمن دي

د دایکنډي خلک د ځنګلونو بې‌کچې وهلو ته اندېښمن دي

author avatar
14 Sep 2022 - 16:42
د دایکنډي خلک د ځنګلونو بې‌کچې وهلو ته اندېښمن دي
author avatar
14 Sep 2022 - 16:42

نیلي (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۱): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې سختې وچکالۍ او د اوبو کمښت ته په کتو، د د دغه ولایت د استوګنو له لوري په پراخه کچه د ځنګلونو وهل او د سون‌توکو په توګه یې کارول خلک اندېښمن کړي دي.

د دایکنډ‌ي ولایت د پاتوی ولسوالۍ د «قخور» کلي یوه اوسېدونکي غلام سخي احمدي وویل، په روان کال کې د خلکو ترمنځ د بې‌وزلۍ او بېکارۍ له زیاتېدو وروسته د دغه کلي او شاوخوا سیمو ډېری اوسېدونکو په پراخه کچه د غرنیو ځنګلونو پرې کولو ته مخه کړې او د سون‌توکو او خرڅلاو لپاره ترې استفاده کوي.

هغه زیاته کړه، په سیمو کې یې له تېرو کلونو راهیسې د ځنګلونو وهل دوام درلود، خو روان کال دا چاره دوه برابره شوې او له همدې امله، ډېری غرنۍ ونې د سون‌توکو په توګه پرې شوې دي.

هغه ټینګار کوي، د سیمې اوسېدونکي پر سوځولو سربېره دغه ونې نورو سیمو او حتا د دایکنډي مرکز ته هم د خرڅلاو لپاره وړي.

له بلې خوا، د دایکنډي د کیتي ولسوالۍ اوسېدونکی علي‌محمد اکبري هم وایي، د دوی په سیمو کې د غرنیو ونو وهلو کچه ډېره شوې او دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي چې د سیمې خلک د هغو کسانو مخه نشي نیولی چې ځنګلونه پرې کوي او له همدې امله حکومت باید په دغه برخه کې اقدام وکړي.

دغه اوسېدونکی ټینګار کوي چې دوی پوهېږي که په همدې توګه د ځنګلونو پرې کول دوام ومومي، د وچکالي زیاتېږي او سرسبزي له منځه ځي؛ خو حکومتي چارواکي باید په دغه برخه کې قانون وضع کړي، څو خلک د ونو ساتنې ته اړ کړي.

خو په دایکنډي کې حکومتي چارواکي وایي، په دغه برخه کې د «ځنګلونو د پرې کولو منع»  قانون شته او سرغړونکو ته مجازات په پام کې نیول شوي دي.

د دایکنډي ولایت د چاپیریال ساتنې ادارې رییس ابراهیم شریفي وویل، د دایکنډي ولایت په ډېرو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه تدابیر نیول شوي دي.

د هغه په وینا، د دایکنډي په شهرستان او کیتي ولسوالیو کې دوې ساحې د «ساتل شوو ساحو» په توګه شته چې ګڼ ځنګلونه لري او ترې کلکه ساتنه کېږي او هیڅوک حق نه لري چې له ځنګلونو څخه یې ګټه پورته کړي.

نوموړي د دايکنډي په مرکز کې د «اغا حسين» غره او «غودار» کلی او همدارنګه د کیتي او کجران ولسوالۍ نورې سيمې پر ځنګلونو پوښلې سيمې په توګه يادې کړې او زياته کړه، دا سيمې هم تر څارنې لاندې دي.

د دایکنډي د چاپیریال ساتنې ادارې رییس زیاته کړه، دوی د کافي پرسونل نه لرلو له امله په ټولو ولسوالیو کې کارکوونکي نه لري، خو د خلکو له لوري یې ټولې سیمې کنټرول کړې او تل ترې راپور ترلاسه کوي.

هغه وایي: «هر کله که څوک د ځنګلونو په پرې کولو لاس پورې کړي، زموږ له لوري به ارزول کېږي او عاملين به يې مجازات کېږي.»

په همدې حال کې، د دایکنډي د چاپیریال ساتنې رییس د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل څو د ځنګلونو په وهلو سره چاپېريال تخریب نه کړي او په شنه ساتلو کې دې له دولت سره همکاري وکړي.

دایکنډي یو غرنی ولایت دی چې له ۹۰ سلنې ډېر وګړي یې پر کرنې، باغدارۍ او مالدارۍ بوخت دي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.